د تکواندو افغان لوبغاړو څلور مډالونه ګټلي

د عکس سرچینه، @Bashir Taraki
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په کوریا کې د تکواندو ازادو سیالیو کې دوه د سرو زرو او دوه د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل.
دغه نړیوالې سیالۍ د شاوخوا شپېتو هېوادونو د ۲۶۰۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوي چې شپږ تنه افغان لوبغاړي هم پکې ولوبېدل.
د افغان لوبغاړو له ډلې وروستۍ لوبه د نثار احمد عبدالرحیمزي وه، هغه د دوشنبې په ورځ خپله لومړي سیالي له امریکايي لوبغاړي سره وکړه او وتوانېد هغه مات کړي.
دویمه لوبه یې له تایواني لوبغاړي سره وو چې هغه یې هم له مخې لېرې کړ.
دریمه لوبه یې هم له چینايي لوبغاړي سره وه چې په پایله کې یې وتوانېد خپل سیال مات کړي او د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال پر خپله غاړه کړي.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مشر نجیب سکندر وايي افغان ملي لوبډلې د سوه ستونزمن حالت تر تېروولو وروسته یو ځل بیا په نړیواله کچه خپله وړتیا وښوده او وروستۍ لوبې یې ډېرې مهمې بلل کیږي.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره کي بي بي سي ته وویل افغان لوبغاړو وښووله د زرګونو لوبغاړو ترمنځ کولای شي خپله وړتیا وښيي.
د کوریا د تکواندو په ازادو سیالیو کې د نړۍ له ۶۱ هېوادونو څه باندې ۲۶۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی چې ۶ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي. افغان لوبغاړي وتوانېدل چې له دغو سیالیو څلور مډالونه ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، @Bashir Taraki
افغان لوبغاړی فرزاد منصوري هغه لوبغاړی دی چې د ۷۸ کیلو ګرامه وزن کې یې لومړنی د سرو زرو مډال د افغانستان په نوم کړ. هغه په پایلوبه کې له یوه پیاوړي تایلنډي لوبغاړي سره مخ شو، خو د سرو زرو یا طلايي پړاو کې یې خپل دغه سیال هم مات کړ.
افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د قزاقستان، سوېلي کوریا، قطر، اندونیزیا، امریکا، تایلنډ او جاپان لوبغاړي په پرله پسې ډول مات کړل.
افغانستان له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ کاله په نړیواله کچه تر اوومې درجې لوړ شوی وو، خو د ځینو ستونزو له کبله د دغې لوبې حالت ډېر خراب شو او آن ۱۷۰ درجې ته ولوېد.
د افغانستان تکواندو فدراسیون مسؤولین وايي په وروستیو بریاوو سره به یو ځل بیا د افغانستان تکواندو په نړیواله کچه لوړ شي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای








