کرېکټ: افغانستان له ايرلنډه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د متحدو عرب اماراتو ابوظبۍ کې د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه کې افغانستان ايرلنډ ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د دغو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې ۰-۲ وګټله.

ايرلنډ د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۹ منډې وکړې.

که څه هم د ایرلنډ د سر دوه لوبغاړي کیون اوبراین او انډي بالبېرني د لوبې دویم او څلورم اور کې د مجیب ځدراڼ لخوا وسوځول شول خو نور لوبغاړي یې یو څه ودرېدل او افغانستان ته یې د ۲۶۰ منډو نسبتآ مناسب هدف وټاکه.

د ایرلنډ لپاره تر ټولو ډېرې منډې د دغه هېواد مشهور او مخکښ توپ وهونکي پاول سټرلېنګ وکړې. نوموړي ۱۳۲ توپونه ولوبول او د څلورو شپږیزو او دولسو څلوریزو په مټ یې ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

سټرلېنګ په ۲۹ منډو د سوځېدو له یوه حتمي چانس هم وتلی و.

ګلبدین نایب چې پخپله یې توپ اچاوه، د یوولسم اور په ۲ بال د هغه یو نسبتآ اسان کېچ وغورځاوه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نوین الحق او مجیب الرحمان ځدراڼ ښه وځلیدل. نوین الحق ۴ او مجیب الرحمان ۳ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

رحمت شاه د ۱۰۳ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او دا يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې پنځمه سليزه شوه. د نوموړي تر څنګ حشمت الله شهيدي ۸۲ او رحمان الله ګوربز ۳۱ منډې جوړې کړې.

د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي افغانستان په ۱۶ منډو ګټلې ده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

تېره لوبه کې ځوان افغان توپوهونکي او وېکټ ساتونکي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې کړې وې. هغه د نوموړي لومړۍ رسمي یو روځنۍ لوبه هم وه.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د راتلونکې سې شنبې (۲۶ جنوري) پر ورځ ترسره کېږي.