کرېکټ: افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د دريو نړيوالو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه افغانستان د ۱۶ منډو په توپير سره وګټله.
دا لوبه چې د متحده عرب اماراتو ابوظبۍ کې ترسره شوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ايرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له اړخه تر ټولو ډېرې منډې (۱۲۷) ځوان توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمان الله ګوربز وکړې.

د عکس سرچینه، ACB
دا د نوموړي لومړنۍ رسمي یو روځنۍ لوبه وه.
ګوربز ۱۲۷ منډې پوره د همدومره توپونو په لوبولو سره د ۹ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
راشد خان هم د افغانستان له اړخه توپوهنه کې ښه وځلید.
هغه که څه هم د لوبې وروستیو کې راووت خو په څه باندې ۱۸۳ سټرایک ریټ سره یې د ۳۰ توپونو په لوبولو ۵۵ چټکې منډې وکړې.
راشد خان ۵ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې.

د عکس سرچینه، Acb
د ایرلنډ لخوا توپ اچونه کې انډي مکبراین تر نورو ښه و او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د ۲۹ منډو په ورکولو سره ۵ افغان لوبغاړي وسوځول.
د ايرلنډ لپاره لورکن ټکر په ۹۶ توپونو ۸۳ تر ټولو ډېرې منډې وکړې. د ده تر څنګ پول سټرلېنګ او کرټس کمپر هر يوه ۳۹ منډې جوړې کړې.
په توپ اچوونه کې د افغان لوبډلې لپاره نوين الحق درې، مجيب الرحمان او راشد خان هر يوه دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
ايرلنډ لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې افغانستان ته وبايلله.
د دغو دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکې لوبه د يکشنبې پر ورځ (۲۴ جنورۍ) په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.









