کرېکټ: ایرلنډ به له افغان لوبډلې غچ واخلي؟

.

د عکس سرچینه، Inpho

د عکس تشریح، داسې برېښي ایرلنډ به هڅه وکړي له افغانستان په روان پنځوس اوریز لوبلړ کې پر افغانستان د بایللو شل اوریز لوبلړ غچ واخلي او بریا خپله کړي.
    • Author, سیدولي ناصر
    • دنده, بي بي سي/کابل

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د اګسټ ۲۷مه په ایرلنډ کې له کوربه لوبډلې سره خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه پیلوي.

دواړه لوبډلې پخپلو کې شپږ لوبې لري چې درې یې شل اوریزې او درې یې ۵۰ اوریزې دي.

د شل اوریزو لوبو لړۍ د افغان لوبډلې په ګټه پای ته رسېدلې او نن دوشنبه د افغانستان پر مهال به ماسپښین د پنځوس اوریزو لوبو لومړنی هغه تر سره کړي.

داسې برېښي ایرلنډ به هڅه وکړي له افغانستان سره په روان پنځوس اوریز لوبلړ کې پر دغه هېواد د بایللي شل اوریز لوبلړ غچ واخلي او بریا خپله کړي.

د ایرلنډ لوبډلمشر "ویلیم پورټرفیلډ" بي بي سي ته ویلي:

" موږ په پنځوس اوریز فارمټ کې ډاډمن یوو چې برلاسي به یوو"

تر ښاغلي پورټرفیلډ وړاندې افغان ویکټ ساتونکي او چټک توپوهونکي محمد شهزاد محمدي د بي بي سي له خبریال عنایت الحق یاسیني سره په مرکه کې ویلي وو، که افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو په څېر لوبه وکړي، باوري دی چې په يو ورځنيو سياليو کې هم ايرلنډ لوبډله ماتولی شي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان لوبډله په شل اوریز فارمټ کې د ایرلنډ پرتله پیاوړې ده، په پنځوس کې یوه د بلې پر وړاندې سخته سیالي کوي

افغانستان لوبډله په شل اوریز فارمټ کې د ایرلنډ پرتله پیاوړې ده، خو په پنځوس اوریز فارمټ کې تېرو لوبو ته په کتو دواړه لوبډلې یوه له بلې سره په سخته سیالۍ دي.

د ایرلنډ او افغانستان لوبډلو د تېرو ۱۷ یو ورځنیو لوبو له ډلې ۹ ایرلنډ او ۸ یې د افغانستان لوبډلې ګټلې دي.

په روان پنځوس اوریز لوبلړ کې د ایرلنډ لوبډلې تکیه پر پیاوړو توپوهونکو نیل اوبراین، ټیم مورتاغ، پاول سټرلینګ او نورو ده، خو افغان لوبډلې سره د راشد، مجیب او نبي عیسی خېل په څېر پیاوړي توپ اچوونکي شته چې ښايي ایرلنډي توپوهونکي مهار کړي.

دواړو لوبډلو د لوبغاړو په نوملړ (سکواډ) کې بدلونونه راوستلي او د پنځوس اوریز فارمټ نسبتا پیاوړي لوبغاړي یې ور اچولي دي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په لوبډله کې به محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله، رحمت شاه، اصغر افغان، سمیع الله شینواری، حشمت شهیدي، محمد نبي، ګلبدین، راشد خان، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سعید شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند لوبه وکړي.

د ایرلنډ په لوبډله کې به بیا ویلیم پورټرفیلډ، اندریو بلبرني، پیټر چېس، ډېوېډ ډیلاني، جورج ډاکرېل، اندریو مک براین، ټیم مورتاغ، کېوین اوبراین، نایل اوبراین، باییډ رانکین، جیمز شانون، سمي سینګ، پاول سټرلینګ او ګری ویلسن لوبه وکړي.

د درې واړو لوبو روانه انګلیسي کامنټري د بي بي سي انګلیسي د لوبو پر پاڼه موندلی شی.

د ویډیو تشریح، محمد شهزاد: یوه ورځنیو کې ایرلنډ ته ماتې ورکولای شو