کرېکټ: ایرلنډ سره دویمه لوبه هم افغانستان وګټله

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
افغان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره خپله دویمه شل اوریزه سیالي په ۸۱ منډو وګټله.
افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې.
ځوابي لوبه کې ایرلنډ لوبغاړو ایله ۷۹ منډې وکړې او ټول له میدانه بهر شول.
لوبه د شمالي ایرلنډ په بریډي ښار کې وشوه.
افغان لوبډلمشر اصغر افغان پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د افغانستان لخوا ځوان لوبغاړي حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې منډې وکړې.
د ځاځي د منډو جوړولو سرعت خورا چټک و او د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ یې ۸۲ منډې وکړې.
له هغه سره په ګډه لوبه کې کپتان اصغر افغان هم ۳۷ منډې جوړې کړې او په ځاځي پسې سملاسي وسوځېد.
نجیب الله ځدران بیا په ۱۰ توپونو ۲۰ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.
د ایرلنډ لوبې پیل ښه نه و او ژر یې درې لومړني لوبغاړي له میدانه ووتل.
د ایرلنډ توپوهونکي و نه توانېدل د افغان سپین بالرانو یا ورو توپ اچوونکو پر وړاندې تر ډېره میدان کې پاتې شي او یو په بل پسې ټول وسوځېدل.

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د افغانستان لخوا راشدخان څلور لوبغاړي وسوځول او مجیب ځدراڼ درې وېکټې واخیستې.
له دې بري سره افغانستان دا لړۍ هم دوه صفر وګټله.
افغانستان له ایرلنډ سره خپله لومړۍ لوبه هم په ۱۶ منډو ګټلې وه.
دریمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې پر ۲۴ د جمعې پر ورځ همدې بریډي ښار کې کېږي.
له هغه وروسته له پروګرام سره سم د افغانستان او ایرلنډ تر منځ درې ۵۰ اووریزې سیالۍ هم وشي.








