افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Sportsfile/Seb Daly

د عکس تشریح، د افغانستان اوپنر توپوهونکو حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد توده لوبه وکړه
    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, شمالي ايرلنډ

افغان لوبډلې ايرلنډ ته په خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه کې په ۱۶ منډو ماته ورکړه. د نننۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

لوبه د باران له امله یو ساعت په ځنډ پیل او ۱۸ اورونو ته راټيټ شوه.

د افغانستان اوپنر توپوهونکو حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد توده لوبه وکړه. په ځانګړې توګه حضرت الله ځاځي په ۳۳ توپونو ۷۴ منډې وکړې چې شپږ شپږیزې او اته څلوریزې په کې شاملې وې.

د افغانستان له لورې دویم لوی سکور د لوبډلمشر اصغر افغان و، ده ۳۱ منډې او ورپسې محمد شهزاد ۲۹ منډې وکړې.

بله خوا ایرلنډ ټیم په ټاکلو ۱۸ اورونو کې ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

کرېکټ
د عکس تشریح، افغانستان او ايرلنډ دوې نورې شل اوريزې سيالۍ کوي

ريکارډونه

په نننۍ لوبه کې دوه ریکارډونه جوړل شول، محمد نبي عيسي خېل په شل اوريزو سياليو کې خپلې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې او حضرت الله ځاځی لومړی افغان توپ اچوونکی شو چې په ۲۲ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله.

د دواړو ټیمونو تر منځ به دویمه شل اوریز لوبه د راتلونکې چارشنبې په ورځ ترسره کېږي.

په دې سفر کې افغانستان ایرلنډ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې هم لري چې د اګست په ۲۷مه، ۲۹مه او۳۱ مه نېټه به د شمالي ایرلند په مرکز بلفاسټ کې ترسره کېږي.