کرېکټ: ویرات کولي د ټېسټ لوبو غوره توپوهونکی شو

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نوموړي په ۶۷ ټېسټ لوبو کې ۲۲ سلیزې وهلي
    • Author, سیدولي ناصر
    • دنده, بي بي سي/کابل

د هندوستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر "ویرات کولي" د کرېکټ د نړیوالي شورا د ټېسټ لوبو د توهنې په نوې ډلبندۍ کې لومړی نمبر لوبغاړی اعلان شوی دی.

نوموړي په ۶۷ ټېسټ لوبو کې ۲۲ سلیزې وهلي چې وروستۍ هغه یې د شنبې ورځ د اګسټ ۴مه، د انګلستان لوبډلې پر وړاندې ووهله.

ښاغلي کولي، د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاړۍ کې ۱۴۹ منډې وکړې، خو په دوهمه کې بیا پر ۵۱ منډو وسوځېد.

د هندۍ لوبډلې تر دغه ۲۹ کلن لوبډلمشر وړاندې د ټېسټ لوبو لومړی ځای له استرالیايي "سټیف سمید" سره و.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

دا له ۲۰‍۱۱‍ کال له جون میاشتې راهیسې لومړنی هندی لوبغاړی دی چې د ټېسټ لوبو د توپوهنې په نړیواله ډلبندۍ کې د سر ځای خپلوي.

په کرېکټ کې د درغلۍ له امله د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا پر "سټیف سمید" ۱۲ میاشتې د لوبو بندیز لګېدلی دی.

په ورته وخت انګلیسي "جیمز انډرسن" د کرېکټ د نړیوالې شورا خوا د تېسټ لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې د سر ځای بیا نیولی دی.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلستانی توپ اچوونکی جیمز انډرسن د توپ اچونې په برخه بیا لومړی مقام خپل کړی دی

د ټېسټ لوبو د توپوهنې ډلبندي