تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: ویرات کولي د ټېسټ لوبو غوره توپوهونکی شو
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي/کابل
د هندوستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر "ویرات کولي" د کرېکټ د نړیوالي شورا د ټېسټ لوبو د توهنې په نوې ډلبندۍ کې لومړی نمبر لوبغاړی اعلان شوی دی.
نوموړي په ۶۷ ټېسټ لوبو کې ۲۲ سلیزې وهلي چې وروستۍ هغه یې د شنبې ورځ د اګسټ ۴مه، د انګلستان لوبډلې پر وړاندې ووهله.
ښاغلي کولي، د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاړۍ کې ۱۴۹ منډې وکړې، خو په دوهمه کې بیا پر ۵۱ منډو وسوځېد.
د هندۍ لوبډلې تر دغه ۲۹ کلن لوبډلمشر وړاندې د ټېسټ لوبو لومړی ځای له استرالیايي "سټیف سمید" سره و.
دا له ۲۰۱۱ کال له جون میاشتې راهیسې لومړنی هندی لوبغاړی دی چې د ټېسټ لوبو د توپوهنې په نړیواله ډلبندۍ کې د سر ځای خپلوي.
په کرېکټ کې د درغلۍ له امله د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا پر "سټیف سمید" ۱۲ میاشتې د لوبو بندیز لګېدلی دی.
په ورته وخت انګلیسي "جیمز انډرسن" د کرېکټ د نړیوالې شورا خوا د تېسټ لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې د سر ځای بیا نیولی دی.
د ټېسټ لوبو د توپوهنې ډلبندي