د افغانستان او ایرلنډ تر منځ لوبه لغوه شوه

- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د باران له کبله لغوه شوه. د ایرلنډ بریډي سیمه کې د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني وايي، لوبڅارانو د پیچ یا لوبې ډګر له کتلو وروسته چې لا هم لوند او د لوبې وړ نه و، پرېکړه وکړه، چې لوبه لغوه اعلان کړي.
په داسې حال کې چې د هوا پېژندنې ځايي ادارې د نور باران وړاندوینه هم کړې، د اورونو کمولو په صورت کې هم د لوبې کول ناشوني وبلل شول او لغوه اعلان شوه.
نوموړي له ایرلنډ سره په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ۷۴ منډې او په دویمه کې ۸۲ منډې جوړې کړې دي
په لومړنیو دوو لوبو کې حضرت ځاځي د ۷۴ او ۸۲ منډو له جوړولو سره دې سیریز کې تر ټولو زیاتې منډې کړې دي.

افغانستان په دوو تېرو لوبو کې له پرلپسې بریاوو سره د شل اوره لوبو دا لړۍ ګټلې ده. افغانستان کرېکټ لوبډلې په لومړنۍ لوبه کې د ۱۶ او په دویمه کې د ۸۱ منډو توپیر سره بری ترلاسه کړی و.
له ۲۰ اوره سیریز وروسته د افغانستان او ایرلیند لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم اعلان شوې ده چې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ به د شمالي ایرلینډ په بیلفاسټ ښار کې پیلیږي.




