محمد شهزاد: یوه ورځنیو کې ایرلنډ ته ماتې ورکولای شو
افغان ويکټ ساتى او تکړه بټسمن محمد شهزاد وايي د لوبډلې همکاري او په انگلنډ کې پرله پسې روزنې دوى د ايرلنډ په وړاندې سياليو ته چمتو کړي دي. محمد شهزاد باوري دى چې که همداسې لوبه وکړي په يو ورځنيو سياليو کې هم ايرلنډ ته ماتې ورکولى شي. د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ لوبو کې افغان لوبډله په شل اوريزو ياليو کې وړاندې ده خو په يو ورځنيو کې ايرلنډ برلاسى ښکاري. عنايت الحق ياسيني له محمد شهزاد سره خبرې کړي دي.