کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

د هند په دیرادون ښار کې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډله په پنځو وېکټو بریالۍ شوه. د ایرلنډ ټوله لوبډله په پنځوسم اور کې په ۱۶۱ منډو وسوځېده. افغانستان وتوانېد چې دا هدف په ۴۲م اور کې په پنځو وېکټو پوره کړي.

د دغې لوبې پچه ایرلنډ لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه.

ایرلنډ په ۴۹ اورنو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۶۱ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

مجیب الرحمان او دولت ځدراڼ درې - درې وېکټې واخیستې.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۴۳ منډې جوړې کړې او حضرت الله ځاځي ۲۵ منډې وکړې چې تېره شله اوریزه لوبه کې په ۶۲ توپونو له ۱۶۲ منډو سره تر ټولو مخکښ او ریکارډ جوړونکی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

دې دې وړاندې افغانستان د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې هم ایرلنډ ته درې/صفر ماتې ورکړې وه.افغان لوبډلمشر اصغر افغان وايي، د لوبو دغه لړۍ د نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په نظر ګوري.

په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد چې شل اوریزو کې یې برخه نه درلوده، او حشمت الله شاهدي، رحمت شاه ګلبدین نایب او دولت ځدراڼ ته هم ونډه ورکړل شوې وه.