نصیر الدین شاه: کوهلي د نړۍ تر ټولو بې ادبه لوبغاړی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند مشهور فلمي ستوری نصیرالدین شاه وايي، د هند کرېکټ لوبډلمشر ویراټ کوهلي د نړۍ تر ټولو بې ادبه لوبغاړی دی.
د هندي رسنیو رپوټونو کې راغلي ښاغي شاه پر فېسبوکپاڼه پر ویراټ کوهلي سختې نیوکې کړې:
''ویراټ کوهلي نه یوازې دا چې نړۍ کې تر ټولو ښه توپوهونکی لوبغاړی دی، بلکې تر ټولو بې ادبه لوبغاړی هم دی. ''
ښاغلی شاه زیاتوي:
''کرېکټ کې د هغه وړتیا د هغه د تکبر او ناسم چلند تر سیوري لاندې راځي او زه داسې هېڅ کومه اراده نه لرمه چې هېواد پرېږدم. ''

د عکس سرچینه، www.facebook.com/NaseeruddinOfficial/
ممثل نصیرالدین شاه د ویراټ کوهلي هغو څرګندونو ته فېسبوک پوسټ کې غبرګون څرګند کړی، چې ویلي یې و، هغه مینه وال باید هند پرېږدي چې بهرني لوبغاړي خوښوي.
ښاغلي کوهلې د یوه مینه وال پر څرګندونو غبرګون ته دغه څرګندونې کړې وې.
د نصیر الدین شاه فېسبوک پیغام ته د خواله رسنیو هندي کاروونکو پام ځانته اړولی، ځینو پرې اعتراضونه کړي او یو شمېر نورو یې بیا تایید څرګند کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو خپله پر ښاغلي شاه له دې کبله اعتراض کړی چې ولې یې د هېواد لوبډلمشر ته بې ادبه ویلي او یو شمېر کسانو بیا ویلي، اسټرالیا ته د ماتې ورکولو لپاره همداسې رویې ته اړتیا ده.
ځینې نورو بیا په دغه بحث کې پر ښاغلي کوهلي هم اعتراضونه کړي دي او په وینا یې ویراټ کوهلې څو ځله له خپل حده وتلی دی.








