میسي له بارسلونا سره تر ۲۰۲۱ کاله نوی تړون لاسلیک کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د بارسلونا فوټبال لوبډلې بریدګر لوبغاړی لیونیل میسي ویلي، له بارسلونا سره یې تر ۲۰۲۱ کاله د ۷۰۰ میلیون یورو په ارزښت د نوي تړون په لاسلیکولو سره په اسپانیايي لوبډله کې د خپل هغه "خوب" رښتیا کېدو ته نژدې شوی.
د ارجنټاین دغه ۳۰ کلن لوبغاړي پنځه ځلې فوټبال کې د سرو زرو جایزه اخیستې، له بارسلونا سره یې په ۶۰۲ لوبو کې ۵۲۳ هدفونه ټاکلي دي.
میسي وايي "موخه د لاسته راوړنو دوام او د تاریخ جوړول دي."
کله چې میسي ۱۳ کلن و، له بارسلونا لوبډلې سره یې بریا کې مرسته کړې وه.
دی وايي "موږ د ډېرو بریاوو نېکبختي لرله او هیله لرم چې راتلونکې کې هم نورې بریاوې ولرو."
نوموړی زیاتوي: "له لوبډلې سره د لوبېدو په دوام خوشحاله یم، دا زما کور دی. بارسلونا کې زما د خوب رښتیا کېدل نژدې شوي او موږ به خپلې دې لارې ته دوام ورکوو."
په تېره جولای میاشت کې بارسلونا اعلان وکړ چې میسي له یوه نوي تړون سره موافقه کړې.
د لوبډلې مشر جوسیپ ماریا بارتومیو میسي: "د فوټبال تاریخ کې تر ټولو غوره لوبغاړی" وباله.
نوموړی زیاتوي "د پېرلو شرط یې له ۳۰۰ میلیون یورو نه ۷۰۰ میلیون یورو ته پورته کړی.









