'میسي - رونالدو په کابل کې'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بيبيسي
د نړۍ د فوټبال کلبونو یوه له تر ټولو ستره لوبه د ریال مادرید او بارسلونا ترمنځ د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې وه، خو په "افغانستان کې مینه والو پرې سرونه ماتول".
لوبه د کابل پر وخت د ماخوستن په ۱۱ بجو پيل شوې وه او لږ تر لږه څلورو ځايي تلویزیونونو په ژوندۍ بڼه خپروله.
ځایي رسنیو له څو ورځو راهیسې ورته تبلیغ کاوه. یوه تلویزیون ان د لوبې د پایلې په باب ټولپوښتنې کولې او بریالي اټکلوونکي ته یې جایزه ورکوله.
یوه بل تلویزیون د لوبې تر پيل یو ساعت وړاندې د دواړو لوبډلو مینه وال راټول کړي وو او بحث یې پرې کاوه. یوې رسنۍ په خپل اعلان کې ویل نور نو ناپېیلتوب نشته یا به بارسلونايي یې او یا مادریدي.
د خواله په رسنیو کې پروفایل عکسونه د مادرید او بارسلونا په نخښو سینګار شوي وو. له ټوکو د یو بل ځورول او ان پېغورونه وو. ځینو د خپلو موټرو له پایپاکونو رانیولې تر بالښتونو پورې د بارسلونا او مادرید نخښې په ویاړ اېښې وې. طبعآ د رونالډو او میسي عکسونه خو هر ځای وو.

د ریال مادرید یوه مینه وال ویل: "بارسا به نن شپه پر ځای کېنوو٬٬ یوه بل ویل ٫٫ میسي او بارسلونا به سږ تش لاس پاتې کېږي".
له دې ټولو ولولو، لېوالتیاوو ، خبرو او ټوپونو وروسته بالاخر لوبه هم پیل شوه. شپه په پخېدو وه. په دې جنګ ځپلي ښار کې عمومآ دا وخت چوپتیا وي خو دا چې لوبه د میسي او رونالدو وه نو تر نور کله هم ډېره خاموشي وه.
لومړۍ هڅه د مادرید له لورې وشوه. خو لوبڅار د پینالتي هڅه ورنه کړه. د بارسلونا په ډي کرښه کې دننه په فریاد او ناهیلۍ پروت لوبغاړی رونالدو و.

د عکس سرچینه، EPA
د ریال مادرید افغان مینه والو لا هم لوبڅار غانده چې د دوی په ګټه ګول وشو. له ګوله وروسته د میسي پر خوله د مادریدي لوبغاړي د څنګلۍ ګوزار وشو. لوبڅار دا ناسمه لوبه ونه لیده. افغان بارسلونايي مینه وال اېشېدل خو میسي ګول وکړ، لکه د مادرید لوبغالی چې غلی شوی و دغسې دلته په کابل کې هم د مادرید مینه والو سپڼ نه واهه.
رونالدو موقعې ضایع کولې، میسي په خپلو نڅاګرو پښو د مادرید لوبغاړي فول کولو ته اړ ایستل. مینه وال لوبڅار ته قهروړي وو.

د عکس سرچینه، .
بارسلونا دویم ګول وکړ. شپه نوره په کابل کې تر نیمايي اوښتې وه. ځینو غوښتل خوب ته پناه یوسي خو زړه یې لا هم نه کېده. لوبڅار د مادرید لوبډلمشر په سره کارډ له لوبې ویوست. د مادرید افغان مینه والو لا د تلویزیون ریموټ کنټرول د کانال اړولو لپاره نه و موندلی چې مادریدي لوبغاړو ګول وکړ.
ناهیلي په هیله بدله شوه. بارسلونايي مینه وال هک حیرانه شو. قهر دا و چې ولې د مادرید لس کسیزې لوبډلې ته ماتې نه شي ورکولی. مادریدي لوبغاړو ته مساوي لوبه تر بري کمه نه وه هغوی د وخت ضایع کولو هڅه کوله خو میسي په وروستیو شېبو کې د بارسلونا لپاره خپل پنځه سووم (۵۰۰) ګول وکړ، دا یې په دغه لوبه کې دویم ګول و او د بري زیری یې لاره.

د عکس سرچینه، AFP
کابل کې د سهار له یوې بجې اوښتې وې. تلویزیونونه مړه شول. خو د خواله په رسنیو کې بحثونه، پېغورونه او ځورونې ژوندۍ شوې. یو عکس په فوټوشاپ کې جوړ و. میسي په څوکۍ ناست و، ژړاند رونالدو یې بوټ پاکاوه.
لمر چې د کابل له غرونو سر راپورته کړ، په خوبوړو سترګو د کابل د میسي او رونالدو مینه والو بحثونه بیا تاوده کړل. یوه راته ویل ٫٫ اسپانیا کې به څه حال وي چې دلته دغه حال دی؟٬٬ ځواب یې ساده و: دا کابل دی د یوه مینه وال په وینا ٫٫ د رونالدو او میسي پلار والله که دومره مینه ورسره ولري لکه موږ افغانان چې یې ورسره لرو٬٬








