شاهد اپریدی: افغان کرېکټ شپږیزه کې برخه نه اخلم

شاهد اپریدی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پام کې وه، چې شاهد اپریدی به د سپین غر بازانو لوبډلې له لوري شپږیزه کې ګډون کوي
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان کرېکټ لوبغاړی شاهد اپریدی وايي، د افغانستان شپږیزه کرېکټ سیالیو کې ګډون نه کوي. په پام کې وه، چې ښاغلی اپریدی به د افغانستان په شپږیزه کرېکټ سیالیو کې د سپین غر بازان لوبډلې له لوري ګډون کوي، خو اوس ښاغلي اپریدي پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې کابل ته یې خپل سفر لغو کړی دی.

تمه وه، چې شاهد اپریدی به نن 'جمعه ' کابل ته رسېده، چې د دوشنبې پر ورځ شپږیزه کرېکټ سیالیو کې برخه واخلي.

شاهد په خپل پیغام کې دغه راز ویلي، چې د ځینو شخصي مسایلو له کبله اوسمهال نه شي کولای افغانستان ته سفر وکړي، خو په خپل پیغام کې یې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي:

''د افغان حکومت، افغان کرېکټ بورډ او ښاغلي مسلم یار منندوی یم، چې ما ته یې بلنه راکړه، له ډېره وخته مې هیله لرله، چې هلته لاړ شم له خلکو سره ووینم او د افغان کرېکټ ودې لپاره له وس سره سم هلې ځلې وکړم، خو له بده مرغه ځینې شخصي مسایل ناڅاپه رابرسېره شول او له همدې کبله نه شم کولای دغه سفر وکړم

په سږني شپږیزه لیګ کې ټولټال شپږ لوبډلې 'د بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، امو نهنګان، د میس عینک اتلان، سپین غر زمریان او کابل بازان ' برخه اخلي.

شپږیزه لیګ د افغانستان د کورني کرېکټ مهم لیګ دی چې د راتلونکی سپټمبر میاشت پر یوولسمه به یې د پنځم پړاو سیالۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ به دوام وکړي.

شاهد د پاکستان له لوري ۲۷ ټیسټ لوبو کې برخه اخیستې او ټولټال ۱۷۱۶ منډې یې جوړې کړې دي. نوموړي دغه راز په ټیسټ لوبو کې ۴۸ وېکټونو هم تر لاسه کړي دي.

شاهد د خپل هېواد له لوري ۳۹۸ یوه ورځنیو لوبو کې ګډون کړی، چې د ۲۳ اعشاریه دوه اوسط سره یې ۸۰۶۴ منډې جوړې کړې دي. نوموړي دغه راز په یوه ورځنیو لوبو کې ۳۹۵ وېکټې تر لاسه کړې دي.