د افغانستان په شپږیزه سیالیو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه

د افغانستان د کورني کریکټ چارواکي وايي، د ۲۰۱۷ (شپږیزه) شل اوریزو سیالیو لړۍ په بې سارې بڼه وړاندې کېدونکې دي.
په لومړي ځل دغه لوبډلې خصوصي ډګر ته د پانګونې لپاره وړاندې شوې وې. شاوخوا ۲۰ شرکتونو د لوبډلو پېرلو ته زړه ښه کړی و.
د شپږو لوبډلو لپاره لوبډلمشران ټاکل شوي وو، خو لوبډلې به یې وروسته د نویو څښتنانو له لورې پېرل کېږي.
په کابل کې د کریکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي دا لوبې به په افغانستان کې د کریکټ پر غوړولو کې مهمه ونډه ولري.
د لیلام په ترڅ کې د راشد ارمان په مشرۍ د بند امیر له لوبډلې سره د ډېرو شرکتونو دلچسپي ښکاره شوه. دغه لوبډله له سختې سیالۍ وروسته د پراګان نړیوال شرکت د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې خپله کړه.
د دغه شرکت استازو وروسته وویل چې تر یو میلیون ډالرو پورې یې ورته بېلې کړې وې چې دغه لوبډله په هر حالت کې خپله کړي.
د میرویس اشرف په مشرۍ د امو نهنګانو لوبډلې هم د ډېرو پام ورخپل کړ. د المصافي نړیوال شرکت د دغې لوبډلې د خپلولو لپاره ۱۱۰ زره ډالره ومنل.
د مس عینک لوبډله، چې کپتان به یې محمد نبي عیسی خېل وي، د وزیرزي شرکت له لورې د ۹۵ زره ډالرو په ورکړه خپله شوه.
د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان د کابل بازانو د لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، د جنرل پيټرولیم شرکت دغه لوبډله د ۸۹ زره امریکايي ډالرو په ورکړه وپېرله.
د تېز کیڼ لاسي بالر شاپور ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د بست ساتونکو لوبډله د عارف عظیم شرکت د ۸۵ زره امریکايي ډالرو په ورکړه واخیستله.
د تېرو کلونو ځلېدلې لوبډله سپين غر بازان د هیلو خلاف په تر ټولو ټیټه بیه وپلورل شوه. د شفیق الله شفق په لوبډلمشرۍ دغه لوبډله د مسلمیار شرکت د ۶۹ زره امریکايي ډالرو په ورکړه خپله کړه.

دغه شرکتونه به تر درېیو کلونو د دغو لوبډلو څښتنان وي، دوی ژمنه کړې چې په لوبغاړو به نورې پیسې لګوي.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي په جولای کې کېدونکو دغو سیالیو کې به هره لوبډله کولای شي چې ګڼ بهرني لوبغاړي وپېري خو د لوبې په ترڅ کې به هره لوبډله یوازې دوه بهرني لوبغاړي ولوبولی شي.
لوبڅاران به هم ځینې بهرني وي او د لوبډلو روزونکي به هم له نورو هېوادونو ورته راځي.
که څه هم دغه لوبې به په کورنیو تلویزیونونو خپرېږي، خو کريکټ بورډ وايي د لا ښه فلم په هیله یې د لوبې مبصرین او د عکاسۍ په برخه کې هم بهرني کارپوهان ورته راغوښتي دي.
د بيسيسي پښتو تلوېزیون پر جمعه (می ۱۹مه) د دغو لوبډلو د لیلام بهیر د لوبو په اونیره خپرونه کې خپروي.








