کرېکټ: ملي لوبډلې ته نوی روزونکی ګومارل کېږي

یونس خان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یونس خان ټیسټ لوبو کې ۱۰ زره منډې کړې
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشال وايي، د ملي لوبډلې روزنې لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي یونس خان سره یې خبرې روانې دي.

یونس خان تېره میاشت له ویسټ انډیز سره له ټیسټ لوبې وروسته د نړیوال کرېکټ پرېښودو اعلان کړی دی. دا مهال هغه ویسټ انډیز کې دی او د خپل هېواد له لوري وروستۍ ټیسټ لوبه کوي.

ښاغلي مشال په دې اړه وویل:

''یونس خان سره مو خبرې شوې دي. ښايي هغه اي سي بي سره یو ځای شي. تر اوسه کومې پایلې ته نه یو رسېدلي، خو ګورو، چې زموږ له لوري څومره امکانات ورکول کېږي او هغه څه توقعات لري. ''

عاطف مشال

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، عاطف مشال وايي، یونس خان سره مو خبرې شوې دي

که د افغان کرېکټ بورډ او یونس خان تر منځ هوکړه کېږي، دا به درېیم پاکستانی روزونکی وي، چې د افغان کرېکټ لوبډلې روزنې لپاره خدمتونه وړاندې کوي. له دې مخکې انظمام الحق او کبیر خان د افغان لوبغاړو روزنه کړې ده.

انظمام الحق تېر کال لومړیو کې داسې مهال د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه،چې د پروسږ کال تر نوامبر مياشتې پورې یې له افغان کرېکټ بورډ سره رسمي تړون درلود.

د روان کال اپریل کې ۳۹ کلن یونس خان وتوانېد ټیسټ لوبو کې ۱۰ زره منډې بشپړې کړي.

نوموړي دې سره پاکستان کې لومړی او نړۍ کې ۱۳ لوبغاړی شو، چې د منډو شمېر یې ۱۰ زرو ته رسېږي.

یونس خان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یونس خان دا مهال ویسټ انډیز کې د خپل هېواد له لوري وروستۍ ټیسټ لوبه کوي