یوازې ۱۹ منډې، چې یونس خان ورته شیبې شمېرې

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان کرېکټ لوبغاړی یونس خان د ۱۹ منډو تر لاسه کولو لپاره شیبې شمېرې، ځکه که نوموړی دغه ۱۹ منډې تر لاسه کړې، د پاکستان له لوري به ټیسټ لوبو کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړونکی شي.
اوسمهال د پاکستان له لوري کرېکټ ټیسټ لوبو کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جاوید میانداد لري.
هغه له لوبې د تقاعد تر مهاله په ټولټال ۱۲۴ ټیسټ لوبو کې برخه درلوده او د ۵۲ اعشاریه ۵۷ په اوسط شمېر یې ۸۸۳۲ منډې جوړې کړې وې.
د هغه په ټولټال منډو کې ۲۳ سلیزې او ۴۳ نیمه سلیزې شاملې وې.
یونس خان بیا ۱۰۱ ټیسټ لوبو کې ۵۴ اعشاریه صفر اوسط سره ۸۸۱۴ منډې لري.
د نوموړي دغه ټولټال سکور کې ۳۰ سلیزې او ۲۹ نیمه سلیزې شاملې دي.
په ټیسټ لوبو کې ۳۰ سلیزې د پاکستان له لوري د یوه لوبغاړي تر ټولو ډېرې دي.
دوه نور پاکستاني لوبغاړي د جاوید میانداد د ۸۸۳۲ منډو ریکارډ ماتولو په ځغاسته کې شامل و، چې له هغوی نه یو انضمام الحق ( د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلی اوسنی روزونکی ) په خپله وروستۍ لوبه کې په دریو منډو سټمپټډ وسوځید او ایله د دریو منډو په توپير له دغه ریکارډ له خپلولو پاتې شو.
محمد یوسف بل پاکستانی لوبغاړی و، چې د تقاعد پر مهال یې د منډو شمېر ۷۵۳۰ ته رسیده او له هغه وروسته یونس خان لومړنی لوبغاړی و، چې فکر کېده ښايي دغه ریکارډ خپل کړي.
ټیسټ کرېکټ کې د هند سچن ټنډولکر هغه لوبغاړی دی، چې تر ټولو ډېرې منډې ( ۱۵۹۲۱ ) یې جوړې کړې دي.








