کرېکټ: کبیر خان د روزونکي له دندې استعفا کړې

د عکس سرچینه، bbc
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد د لوبډلې د روزونکي کبیر خان د استعفا خبره تاید کړې ده.
د بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ښاغلي مراد وویل د کبیر خان د استعفا عمده لامل دا و چې ده غوښتل یو څه وخت استراحت وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د کرېکټ ټیم په روزنه کې د کبیر خان هلې ځلې د ستایلو وړ دي.
همدا راز ښاغلي مراد وویل چې څه موده وړاندې هم کبیر خان د استعفا خبره کړې وه خو هغه وخت د افغانستان کرېکټ بورډ د ده لپاره بدیل نه درلود.
نوموړي وویل:
"اوس موږ د روزونکو په ډله کې د استرالیا پیټر، انډي مول چې د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد نوي زیلاند سره یې د روزونکي دنده تر سره کړې ده او د جنوبي افریقا جېسن لرو ځکه نو د روزنې په برخه کې ستونزې نه شته".
د کرېکټ بورډ د پرېکړې پر بنسټ به په لنډمهال کې د کبیر خان ځای ناستی انډي مول وي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د نړیوال جام سیالیو په درشل کې د کبیر خان استعفا به پر لوبډلې منفي اغېزه و نه کړي، نوموړي وویل:
"د کبیر خان استعفا په ناڅاپي ډول نه ده شوې، موږ په ډېر نظم سره دا کار وکړ. انډي مور له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ملي لوبډلې سره د روزنې په برخه کې بوخت دی".
نوموړي وویل چې افغانستان داسې یوه روزونکي ته اړتیا درلوده چې د استرالیا او نوي زیلاند په څېر د کرېکټ شرایطو سره بلد وي او د هغه معیار کرېکټ سره یې وخت تېر کړی وي.
ښاغلي مراد زیاته کړه چې د نړیوال جام سیالیو حساس پړاو ته په پام سره دوی دغه پرېکړه کړې.
په افغانستان کې د روانو شپږیزې ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ په اړه نوموړي وویل چې د ډېرو مینه والو پام یې ځان ته را اړولی دی.
"سټډیوم د اته زره خلکو لپاره جوړ دی خو موږ په کې د یوولس زره نه تر دیارلس زره پورې مینه وال وینو چې د لوبې لیدو لپاره یې ټکټونه اخلي".
نوموړي د شپږیزې سیالۍ ډېرې په زړه پورې وبللې او زیاته یې کړه چې دغه ډول لوبې موږ سره د غوره استعدادونو په موندلو کې مرسته کوي.








