کبیر خان: زلمي وزغمئ او خطا یې وبخښئ

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې د دغې لوبې له مینه والو وغوښتل چې لوبډله یې لا د بدلون په پړاو کې ده او باید ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکړل شي چې خپله وړتیا وښيي.
په لومړي ځل یوه ټسټ لوبونکي هېواد سره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ له مساوي کولو وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی لا هم د پرمختګ او ښه والي هيله لري.
کبیر خان له زمبابوې څخه د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې دا بری خورا مهم دی خو اتلولي نه ده او لا ډيره خواري پکار ده.
افغان روزونکي وویل بنګله دیش او زمبابوې مسلکي لوبډلې دي او هغوی ته ماتې کمه خبره نه ده خو دا په دې مانا هم نه ده چې د ده په وینا نور موږ ورسېدو.
کبیر خان د راتلونکي کال د نړیوالو اتلولیو یادونه وکړه او ویې ویل ټول پام هغو لوبو ته په کار دی او سر له اوسه ورته لوبغاړي او ځانونه باید تیار کړو.
نړیوالې اتلولۍ په استرالیا او نیوزیلنډ کې د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې کېدونکې دي.
تر هغه وړاندې افغانستان یوازې څلور نورې یو ورځنۍ رسمي لوبې لري چې په دوبي کې به د نومبر په میاشت کې له اماراتو سره کېږي.
ځوان لوبغاړي
د افغانستان روزونکي له زمبابوې سره د مساوي کړې څلورو یو ورځنیو لړۍ کې د ځوانو لوبغاړو لوبه وستایله.
کبیر خان وویل افغان کرېکټ مینه وال باید له زلمو لوبغاړو د ده په وینا د "جادو" هیله ونه لري بلکې صبر ورته وکړي، خرابه لوبه یې وزغمي چې د سبا لپاره تکړه ستوري شي.
افغان روزونکي عثمان غني، ناصر جمال، حشمت شاهدي او شرف الدین اشرف په ځانګړي ډول وستایل او ویې ویل چې همدوی او ځینې نور زلمیان به د لوبډلې راتلونکی جوړوي.
عثمان غني په دویمه لوبه کې له زمبابوې سره سلیزه وکړه.
کبیر خان د عثمان غني د سترګو او لاس ترمنځ هم اهنګي وستایله او ویې ویل دی ښايي په استرالیا کې هم د همدې هنر له امله وځلېږي.
د ناصر جمال حوصله، زغم او د فشار پر وخت لوبه هم د کبیر خان په وینا د پام وړ وه.
افغان روزونکي زلمی سپين بالر شرف الدین اشرف ډير وستایه او ویې ویل چې له زمبابوې سره یې تل د فشار پر وخت بالینګ وکړ او څوک چې یې وسوځول د بخت خبره نه بلکې د ده د ښه بالینګ له امله وو.
د ویکټ ساتونکي شفیق الله شفق په باب یې وویل چې په دغه برخه کې د تجربې د نشتوالي په سر هم هغه وځلېد او ښې منډې یې هم وکړې.
د لوبډلې روزونکي محمد شهزاد محمدي ته هم ور بند ونه باله بلکې ویې ویل چې هغه باید وزن کم کړي.
د کبیر خان غوښتنه دا ده چې شهزاد د منډه جوړونکي په توګه ولوبیږي خو که یې وزن کم نه کړ نو د فیلډینګ په برخه کې به ستونزې ولري.
له زمبابوې سره د څلورو لوبو د لړۍ مساوي کول کبیر خان ته په دې مهم و چې لوبډله یې دوه صفر شاته وه او د ده په وینا له داسې دریځه راوتل او لوبې ګټل له تخنیکي او ذهني پلوه د لوبغاړو د پخوالي ښکارندويي کوي.
ده د کپتان محمد نبي کپتاني هم وستایله او ویې ويل چې له هرې لوبې وروسته لا ښه شوی دی.
کبیر خان وویل له زمبابوې اې سره په څلور ورځنیو لوبو کې د افغانستان اې لوبډله لوبیږي او دې ته به ګورو چې نور زلمیان څرنګه وړتیا ښيي.








