کریکټ: په لومړي ځل شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږي

د عکس سرچینه، ACB
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
د پنجشنبې په ورځ (مۍ ۲۵ مه) به په افغانستان کې په لومړي ځل د کورني کریکټ د شل اوریزو سیالیو، شپږیزه جام شپږ لوبډلې ۹۰ کورني او بهرني لوبغاړي وپېري.
دغه سیالي دا ځل د ۶۸ بهرنیو او ۹۷ کورنیو لوبغاړو له ډلې د شاوخوا ۹۶ لوبغاړو د رانیولو بهیر پیلوي.
شپږ لوبډلې واردمخه لوبډلمشران یا کپتانان لري خو نن به هره لوبډله ۱۵ نور لوبغاړي ورخپلوي.
هره لوبډله یوازې درې بهرني او ۱۲ کورني لوبغاړي پر خپل کپتان ورزیاتولی شي.
د لوبغاړو لپاره په ټاکل شوې حق الزحمه کې تر ټولو ټیټه ۵۰ زره افغانۍ ( څه کم زر امریکايي ډالره ) او تر ټولو لوړه ۷۰۰ زره افغانۍ ( څه باندې لس زره امریکايي ډالره ) ټاکل شوې ده خو د لوبډلې لیلام ته په پام سره دغه بیې ښايي په همدې ځای پاتې نه شي او په سیالۍ کې لا پورته شي.
د لوبغاړو په لیلام کې د نړۍ د نهو هېوادونو لوبغاړي شته. تر ټولو ډېر پکې افغان لوبغاړي دي چې ټول ټال پکې ۹۷ لوبغاړي بخت ازمويي.
په بهرنیو هېوادونو کې تر ټولو ډېر د پاکستان دي چې ټول ټال ۲۷ کسه پکې بخت ازمويي او ډېر یې هغه کسان دي چې د ملي لوبډلې فعال غړي دي.

د عکس سرچینه، ACB
د زمبابوې ۲۰، بنګله دېش ۱۰، هانګ کانګ څلور، د ویسټ انډیز، کانادا او متحد عرب امارات دوه دوه لوبغاړي او د عمان یو کس په دې لیلام کې بخت ازمويي.
د لوبډلو روزونکي ټول بهرنيان دي خو مرستیالان به ورسره افغانان وي.
په بهرنیو لوبغاړو کې ښايي ډېر پام د بنګله دېش تمیم اقبال، عمر قیس ته وي. د پاکستان له ډلې سعید اجمل ، بابر اعظم او ګڼ شمېر پښتانه لوبغاړي چې یاسر شاه، عمر ګل هم پکې دي ښايي د پام وړ واوسي.
د ویسټ انډیز الراونډر ریاد امریت او تیز بالر کیسریک ویلیمز ښايي د ځینو لوبډلو پام ځان ته واړوي.
خو په افغان لوبغاړو ښايي سیالي توده وي.
د افغانستان د ملي لوبډلې درې ستوري په دې سیالیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا او د افغانستان د کرېکټ بورډ د بندیزونو له امله نشته.
پر شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د کارونې تور پورې شوی او د کرېکټ نړیوالې شورا پرې غور کوي چې څومره بندیز پرې ولګوي خو له تېرې یوې میاشتې له لوبو منع شوی دی.
نجیب ترکی او افتاب عالم په کورنیو لوبو کې د دیسپلین د خرابۍ له امله له لوبو منع شوي دي.

د عکس سرچینه، ACB
خو په نورو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، راشد ارمان، میرویس اشرف، شاپور ځدراڼ، محمد نبي او شیفیق الله شفق واردمخه د کپتانانو په توګه ګمارل شوي دي.
تمه دا ده چې پر نوروز منګل، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ به د لوبډلو له لورې سخته سیالي وشي او د حق الزحمې پیسې به یې تر هغه چې په پیل کې ورته ټاکل شوې دي، خورا ډېرې وي.
د لیلام دغه بهیر نن پنجشنبه د (مۍ ۲۵مه) د افغانستان پر مهال د ماښام شبږبجې او ۳۰ دقیقې پر بي بي سي پښتو فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.








