جېسوریا په شپږیزه لیګ کې روزونکی ټاکل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د سریلانکا لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پیاوړی لوبغاړی د افغانستان د کرېکټ د شپږیزه لیګ سیالیو په پنځم پړاو کې برخه اخلي او له بوست لوبډلې سره به د مشر روزونکي په توګه، دنده پر مخ یوسي.
د کرېکټ بورډ د بست زون مسوول، مسعود رحماني بيبيسي پښتو ویبپاڼې ته وویل، د بوست لوبډلې له خوا له سنات جیسوریا سره هوکړه لاسلیک شوې ده.
ښاغلی رحماني وايي:"جیسوریا به له شپږیزو لوبو دوه ورځې وړاندې کابل ته راشي او تر هغه به د بوست لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د شپږیزه ټورنمنټ تر پایه د بوست لوبغاړي وروزي."
داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې ښاغلی جیسوریا به له بوست لوبډلې سره د سفیر لوبغاړي په توګه برخه واخلي، خو ښاغلی رحماني وايي، په پیل کې کیسه همدغسې وه، خو وروسته وپتېل شوه چې جیسوریا به د مشر روزونکي په توګه له دوی سره دنده پر مخ بوځي.
جیسوریا چي اوس د سریلانکا په ملي لوبډله کې نه دی، د کرېکټ په نړۍ کې ځلېدلی نوم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی د کرېکټ لوبې هرکاره یا الراونډر لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې توپوهنه ځانګړي مینه وال لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو بيبيسي پښتو ویبپاڼې ته وویل، جیسوریا د بست لوبډلې په هلو ځلو په شپږیزه کې ګډون کوي او له دوی سره یې نېغ تړاو نه شته.
شپږیزه لیګ د افغانستان د کورني کرېکټ مهم لیګ دی چې د راتلونکی سپټمبر میاشت پر یوولسمه به یې د پنځم پړاو سیالۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ به دوام وکړي.
په سږني شپږیزه لیګ کې ټولټال شپږ لوبډلې (د بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، امو نهنګان، د میس عینک اتلان، سپین غر زمریان او کابل بازان) برخه اخلي.
د شپږیزه ټورنمنټ کرېکټ سیالیو د څلورم پړاو جام د کابل بازانو لوبډلې ګټلی و.

د عکس سرچینه، ACB








