غوره لیګ: افغانستان کې لومړی ځل د څراغ رڼا ته د فوټبال لوبې کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان فوټبال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د پنجشنبې پر ورځ پیل شي. لومړی ځل به یو شمېر سیالۍ د شپې لخوا د څراغونو په رڼا کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون مسوولین وايي، د دغو لوبو بهیر کې به د ملي لوبډلې یو شمېر غړي هم له همدې لیګ څخه غوره شي.
د غوره لیګ سیالیو مسوولین وايي، له هڅو سره سره دا لیګ لا هم معیاري نه دی او یوازې په کابل کې ترسره کېږي. د دغو سیالیو پیل ته اوس ایله دوې ورځې پاتې دي.
په لومړۍ لوبه کې به د تېر پړاو اتله لوبډله شاهین آسمايي له سیمرغ البرز لوبډلې سره مخامخ شي. دویمه لوبه هم د میوند اتلانو او توپان هریرود لوبډلو تر منځ ده.
په دغو سیالیو کې لوبېدونکې اته لوبډلې وار له مخه کابل ته رسېدلي دي چې د افغانستان د اتو زونونو استازیتوب هم کوي.

د عکس سرچینه، AFL
غوره لیګ ته د لوبغاړو د غوراوي پړاو شاوخوا دوې میاشتې وړاندې پیل شوی وو، د ولایتونو لوبډلو هم په خپلو کې سیالۍ سره وکړې او د هرې لوبډلې لپاره ۲۱ چاڼ شوي لوبغاړي دغو اتو لوبډلو ته غوره شوي دي.
د غوره لیګ سیالیو یو اصل هم دا دی چې لوبډلې د یو بل په کورنیو لوبغالو کې سیالي سره وکړي، خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون مرستیال یوسف کارګر په وینا دا مهال د ځینو ستونزو له کبله نه شي کولای په هغه شان مخ ته ولاړ شي.
د غوره لیګ کمشنر شفیق ګوهري په وینا له همدې کبله دا لیګ نیمګړی او معیاري یا ستندرد نه دی. خو دوی هڅې کوي په راتلونکو کلونو کې دا نیمګړتیا لېرې کړي.
د فوټبال فدراسیون د مسوولینو په وینا په لومړي ځل به د فوټبال غوره لیګ وروستۍ شپږ لوبې د شپې له خوا ترسره شي.
مسؤلین هم تمه لري چې په دې سره به د تېرو کلونو پرتله ډېر د فوټبال مینه وال د لوبو لیدلو ته ورشي.
د غوره لیګ شپږم پړاو لومړۍ سیالي د سپټمبر میاشتې په اوومه نیټه د کابل په شنه لوبغالي کې پیلیږي او د اکتوبر په ۲۰ به پای ته ورسېږي. په لومړیو څلور اونیو کې به هره اونۍ درې - درې لوبې ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTYIMAGES
تېر کال هم د فوټبال ګڼو مینه والو د فوټبال سیالۍ د ټلویزیونونو او یوټیوب له لارې لیدلې وې او د پایلوبې لیدو ته شاوخوا اووه زره تنه ورغلي وو، چې سږ کال تمه ده تر دې زیات شمېر مینه وال د پایلوبې لیدلو ته ورشي.










