سپین غر بازانو د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په پایلوبه کې نن (اکتوبر دوهمه) د سپین غر بازانو لوبډلې شاهین اسمايي ته د ۴-۳ په توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا لومړی ځل دی چې سپین غر بازان د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي ګټي.
پایلوبه خورا په زړه پورې وه او تر ډېره څرګنده نه وه چې کومه لوبډله برلاسې ده.
د لوبې د لومړۍ نیمې تر پایه هېڅ لوبډله په دې و نه توانېده چې ګول وکړي.
په دوهمه نیمه کې هم له ډېرو هڅو سربېره دواړه لوبډلې په ګول کولو کې پاتې راغلې.
دغه راز پایلوبه اضافي وخت ته ووته خو د ۳۰ دقیقو په اضافي وخت کې هم اتل څرګند نه شو.
ځکه نو د سیالیو د اتلې لوبډلې مالومولو لپاره پر پینلټي شوټونو تکیه وشوه.
په پینلټیو کې د سپین غر بازان وتوانېدل چې شاهین اسمايي ته ۴-۳ ماته ورکړي.
شاهین اسمايي د دغو لوبو دفاعي اتله وه او تر دې وړاندې یې دوه ځلې د دغو لوبو اتلولي ګټلې وه خو دا ځل یې ماتې ته غاړه کېښوده.
زموږ همکار خوشال تایب وايي کابل کې د پایلوبې لیدو ته زرګونه مینه وال ورغلي وو چې د نارینه و تر څنګ په کې ښځینه مینه والې هم شاملې وې.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې چې لومړی ځل یې توفان هریرود لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.
خو تر هغه وروسته د دوو نورو پړاونو اتلولي د شاهین اسمایي لوبډلې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې وګټله.
د فوټبال غوره لیګ لوبو څلورم پړاو کې بیا هم د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو په استازیتوب اتو لوبډلو له یو بل سره سیالۍ وکړې.
په لومړي ګروپ کې (عقابان هندوکش، موج های امو، د اباسین څپې او سپین غر بازان) لوبډلې او په دويم ګروپ کې (شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، توفان هریرود او د میوند اتلان) لوبېدې.
د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د روان کال د وږي په پنځمه نېټه پيل شوې او د تلې تر ۱۰مې یې دوام وموند.
د غوره لیګ څلورم پړاو ټولې سیالۍ د مازدیګر په څلورو بجو پیل شوې چې د ځينو خصوصي ټلویزیونو او راډیوګانو له لارې یې بهیر په ژوندۍ بڼه خپور شوی دی.








