کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ټېسټ لوبو دریځ

د عکس سرچینه، Getty Images
اټکل دی چې د کرېکټ نړیواله شورا افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ته د ټېسټ لوبو دریځ ورکړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا کلنۍ ناسته نن دوشنبه جون ۱۹مه د انګلستان په پلازمېنه لندن کې پیل شوې چې د کرېکټ په تاریخ کې به د مهمو ناستو له ډلې وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل هم په دې غونډه کې ګډون کړی.
که افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، نه یوازې دا چې د ټېسټ دریځ به خپل کړي او له لویو لوبډلو سره به د لوبېدو ډېر چانس پيدا کړي بلکې د کرېکټ د غوړېدو لپاره به د کال شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر هم له ای سي سي ومومي.
د بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه په لویو نړیوالو اتلولیو کې هم د ګډون ډېره موقع لری.
تمه ده چې د کرېکټ نړیواله شورا به په سږنۍ غونډه کې د ټېسټ سیالیو لپاره نوی جوړښت وړاندې کړي.
په دغه جوړښت کې به ټولټال ۱۲ لوبډلې وي. خو د نړۍ نهه غوره لوبډلې به د جدول په سر، افغانستان، ایرلنډ او زمبابوې به یې په لاندینۍ برخه کې ځای ولري.
د دې تر څنګ به "ای سي سي" د یو ورځنیو لوبو لپاره د ۱۳ لوبډلو لیګ رامنځته کړي. افغانستان او ایرلنډ د ۱۱م او ۱۲م ځای خپلولو غوښتنه کړې.
په نړیوال کرېکټ کې له محافظه کارۍ او بې عدالتۍ سره سره د "ای سي سي"د کلنۍ ناستې تر پای وروسته د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ټېسټ مقامونه ورکول، په نړیوال کرېکټ کې لوی پرمختګ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ لوبډلو ته د ټېسټ دریځ ورکولو تر خبرونو وروسته انګېرنه دا ده چې کرېکټ له خپلو دودیزو پولو اوړي.
د کرېکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال په ناسته کې بله مهمه مسله له کرېکټ څخه د تر لاسه شویو عوایدو عادلانه وېشل دي.
په ۲۰۱۴ کال کې د کرېکټ د درې مخکښو هېوادونو هندوستان، استرالیا او انګلنډ)د خپلمنځي پرېکړې له مخې، یاد هېوادونه د کرېکټ د نړیوالې شورا د نورو ۱۰۲ غړو هېوادونو پرتله ډېرې پیسې تر لاسه کوي.
دغه ټول بدلونونه د دویمې درجې عضویت لرونکو هېوادونو په تېره بیا افغانستان او ایرلنډ لوبډلو لپاره نېک شګون دی.
د کرېکټ په تاریخ کې د افغانستان پرلپسې بریاوو په نړیوال ډګر کې د خلکو پام ځانته ور اړولی.
راشد خان په نړیوال کرېکټ کې حیرانوونکی لېګسپېنر بالر دی.
تېره اوونۍ یې په یوه ورځنۍ لوبه کې په ۱۸ منډو د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي وسوځول.










