سعودي وايي د فوټبال سیالیو پرمهال یې د چاودنې پلان شنډ کړی

رجل شرطة سعودي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، السلطات السعودية حددت هوية متورطين في التخطيط لهجوم بسيارة مفخخة على ملعب كرة قدم

سعودي عربستان ویلي، په لوېدیځ جده ښار کې یې د فوټبال نړیوالو سیالیو پرمهال د بمي چاودنې یو پلان شنډ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ترهګرو پلان درلود د سعودي عربستان او اماراتو ترمنځ د فوټبال سیالیو پرمهال یو موټربم وچووي، خو شنډ کړل شو.

په پام کې وه، چې د سعودي او اماراتو ترمنځ دا سیالۍ د اکتوبر پر ۱۱مه، د جدې ښار په یوه مهم ساحلي لوبغالي کې ترسره شي.

یاد وزارت وايي، د برید یو بل پلان یې هم شنډ کړی، چې غوښتل یې ریاض ته څېرمه امنیتي کسان په نښه کړي.

سرچینه وايي، ښکاري چې دغه برید نېغ په نېغه له ''اسلامي دولت'' نومې (داعش) ډلې سره تړاو درلود.

چارواکو ویلي، د سعودیانو، پاکستانیانو، یوه سوداني او یوه سوریايي وګړي په ګډون یې اته کسان د بریدونو د سمبالښت په تور نیولي دي.

د ځینو نورو هغو مشکوکو نومونه هم په ډاګه شوي، چې د قطیف او دمام په بریدونو کې یې لاس درلود.

په تېره دوو کلونو کې سعودي عربستان د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې د ځینو بریدونو شاهد و.

په تېره جون میاشت کې، یوه ځانمرګي برید کوونکي مدینه منوره کې لږترلږه څلور کسان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

په پام کې وه، چې د سعودي او اماراتو ترمنځ دا سیالۍ د اکتوبر پر ۱۱مه، د جدې ښار په یوه مهم ساحلي لوبغالي کې ترسره شي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په پام کې وه، چې د سعودي او اماراتو ترمنځ دا سیالۍ د اکتوبر پر ۱۱مه، د جدې ښار په یوه مهم ساحلي لوبغالي کې ترسره شي.