فضايي ټوټې: څه دي او خطر یې څومره دی؟

د عکس سرچینه، janiecbros
- Author, حسام فازولا
- دنده, بي بي سي نيوز
ایا کله مو دا سوچ کړی چې پر سړک روان یاست او پر سر مو د مصنوعي سپوږمکۍ یا فضايي توغندي یوه ټوټه راولوېږي؟
ښکاره ده چې دا سوچ مو نه دی کړی، خو ایا دا اټکل مو سم دی؟
بي بي سي په قاهره او بیروت کې ګڼ کسان په دې اړه پوښتلي چې د ډېری ځوابونو یې د داسې څه پېښېدو لیرې والی ښودلی. یوه ګډونوال ویلي "ډاډه یم چې د مصنوعي سپوږمکیو تولید کې لوړ امنیتي معیارونه شته، یوه شرکت ویلي، طبیعي ده چې دا ډول پېښه به ناممکنه وي".
خو لږو خلکو ویلي چې ښايي دا کار شونی او منطقي وي. " مخکې مې په دې اړه هېڅ سوچ نه دی کړی، خو ستا له دې پوښتنې وروسته هو، ښايي داسې یوڅه پېښ شي، یا شاید مخکې هم پېښ شوي وي".
عملاً دا کار مخکې شوی. څو ځله له اسمانه د فضايي بېړۍ او مصنوعي سپوږمکیو ځینې ټوټې رالوېدلې دي.
په ۱۹۷۹ کال، د (سکایلاپ) فضايي اډې ځینې ټوټې د استرالیا پر لوېدیځه برخه راولوېدې. په اتیایمه لسیزه کې روسیه کې د اتومي انرژۍ لپاره جوړه یوه روسۍ مصنوعي سپوږمکۍ په کاناډا کې راولوېده. تېر کال هم د ایلن مسک سپېس اکس شرکت یوه توغندي پاتې شوني راولوېدل او د روان کال اګسټ میاشت کې د استرالیا سوېل کې یو تور عجیب جسم راپرېوت، چې د کارپوهانو په وینا دا د همدې شرکت د توغندي ټوټه وه.
بد مرغ

په ۲۰۲۰ کال، د کوتدیفورا یو پنېز جوړوونکی راویښ شو، ګوري چې د یوه چینايي توغندي پاتې شونو یې کور ویجاړ کړی او د ورڅېرمه کلي نور کورونه یې هم زیانمن کړي. د دوی په کلي کې پر دوو تنو چې روان وو د توغندي اوسپنیز نلونه هم رالوېدلي وو.
څېړنو ښودلې چې په وروستیو کلونو کې له فضا نه پر انسانانو د پاتې شونو رالوېدو احتمال لس سلنه ډېر شوی چې ښايي نور هم ډېر شي.
که څه هم احتمال یې کم دی خو دا تر بد مرغ پورې تړلی. دا څنګه پېښېدلی شي او څنګه د فضايي ماموریت د سلامتیا او خوندیتابه لپاره اجرآت پیاوړي کېدای شي؟
ځواب یې د امریکا د فضايي څېړنو له ادارې (ناسا) سره دی چې پخپل رپوټ کې یې ویلي، یوازې ۳۰ سلنه نړیوال فضايي عملیات د سلامتیا او خوندیتوب معیارونه او سمې عامې لارښوونې په جدي توګه په پام کې نیسي.
له ګڼې ګوڼې ډکه فضا

د تېرې پېړۍ پنځمه لسیزه کې د فضايي پرمختګ له پیله، انسانانو فضا ته زرګونه توغندي او مصنوعي سپوږمکۍ توغولې دي، ډېری دا لویې وسیلې تری تم شوې نه دي او غالباً له ځمکې ډېرې لیرې هم نه دي تللې.
د اروپا د فضايي ادارې د مالوماتو له مخې، له هغه راهیسې چې انسانانو فضا ته د استولو او تګ چاره پیل کړې ده، ۱۰۶۸۰ مصنوعي سپوږمکۍ یې توغولې دي. نژدې ۶۰۰۰ یې هوا کې پاتې شوې، ۳۹۰۰ یې لاهم فعالیت کوي، په دې مانا چې ۳۷ سلنه دغه سپوږمکۍ د ځمکې په شاوخوا فضا کې پر کوچنیو ټوټو اوښتې او پکې چورلېږي.
له مصنوعي سپوږمکۍ ډډه وکړئ

د عکس سرچینه، NASA
فضا کې د ځمکې له سطحې ۲۶۰ میله لیرې، نړیواله فضايي اډه ده، د بېلابېلو هېوادونو ۷ فضايي ستورمزلي پکې دي، په وروستي ځل دوی د ۲۰۲۱ کال د نومبر. پر ۱۶مه اټکل کړی و چې پر اډه به د مصنوعي سپوږمکۍ یوه ټوټه ولګېږي.
"موږ ته وویل شول چې د یوې مصنوعي سپوږمکۍ ټوټه شته، باید تاسو یوه خوندي ځای ته ځانونه ورسوئ".
دا خبرداری د امریکا د فضايي ادارې ناسا له ادرسه خپور شوی و او ستورمزو ته یې خبردای ورکړی و چې د ځان د خوندیتوب لپاره خپلو کپسولونو ته ستانه شي.
دا ټوټه پر اډه ولګېده او د یوې وسیلې یوه برخه یې ویجاړه کړه، دا د روسي مصنوعي سپوږمۍ ټوټه وه چې د سړې جګړې له پېر سره یې تړاو درلود، روسیې په وروستیو یې وروستیو کې د ویجاړولو لپاره یو توغندی توغولی و. امریکا د روسیې دا هڅه "ویجاړوونکې ازموینه" بللې وه.
د اروپا فضايي ادارې په وینا، لویې ټوټې پر ځمکه موجوداتو ته هم خطر دی. د ځمکې له مدار نه تر ۹۰۰۰ ټنه د مصنوعي سپوږمکیو او توغندیو ډېرې ټوتې او توکي له ستورمزلو رالوېدلي،چې د ټلسکوپونو د کار پر وړاندې یې د رڼا برخه کې ککړتیا رامنځ ته کړې ده، ورسره اړیکې او د هوا حالات ګډوډ شوي او په فضا کې د پېښو کچه ورسره لوړه شوې ده.
د فضا د پاکولو شرکتونه

د فضايي ټوټتو ترلاسه کولو لپاره د ځینو وسیلو جوړولو ځینې پروژې پیل شوې دي. ځینې یې د دغو ټوټو راغونډولو لپاره لوی جالونه کاروي او نور بیا له مقناطیسي قوې ګټه اخلي.
اسټروسکېل یوه هغه نوې پروژه ده چې په نژدې راتلونکې کې به دا ټوټې راغونډوي.
د دغه شرکت اداري مشر جان اوبورن بي بي سي ته وویل: "تر ټولو ګران کار د چټکو چورلېدونکو جسمونو کابو کول او نیول دي". که فضا کې کومه مصنوعي سپوږمکۍ یا وسیله له کاره ولوېږي، دېر احتمال شته چې هغه وچورلېږي او رانیول یې ګران کار دی.











