د عکسونو البوم: اندېښمنه فضا کې د اوباما او ټرمپ لیدنه

په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ یو بل ته د خپلې دوه اړخیزې کرکې په پټولو کې پاتې راغلل. دواړو د خبریالانو پروړاندې د خپل تېر اختلاف د پټولو هڅه وکړه او په سوله ییز ډول یې د واک پر لېږد او یووالي خبرې وکړي . خو د خبریالانو کامرو یې له صمیمي فضا پرته انځورونه واخیستل.

اوباما او ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دواړو مشرانو د خبریالانو پروړاندې د خپل تېر اختلاف د پټولو هڅه وکړه او ځانونه یې ظاهراً صمیمي وښودل
اوباما او ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښکاري چې ټرمپ پر خپل نظر ټینګ ولاړ دی... شاید په ۲۰۱۱ کال پر اوباما د هغه د زوکړې د ځای په تړاو د ټرمپ د ملنډو خبرې وریادې شوې وي
د اوباما او ټرمپ په لاس روغبړ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اوس یو دودیز انځور راځي... اوباما غورېږ نیولی ښکاري خو ټرمپ په مصنوعي موسکا ځان تېر کړ
د اوباما او ټرمپ په لاس روغبړ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د غوسې په وخت کې د اتومي وسلې کارول مطرح شوې خبره نه وه... ټرمپ هوډ وکړ چې اوباما ته ونه ګوري
ټرمپ اوباما ته ګوري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په لاس د روغبړ شېبه تېره شوه... ټرمپ پخپل سوچ کې تللی ورته ګوري، لکه نه چې ګوري
اوباما او ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په پای کې، کله چې اوباما خبریالانو ته وویل، لیدنه پای ته ورسېده، د دواړو پر خولو موسکا د عکاسانو د کامرو ښکار شوه
میشل اوباما او ملانیا ټرمپ

د عکس سرچینه، White House

د عکس تشریح، په مقابل کې، نه ښکاري چې میشل اوبام او ملانیا ټرمپ به هم د خپلو مېړنو په څېر له اندېښنې ډکه لیدنه کړې وي