د امریکا محرمانه تشیال بيړۍ فضا کې څه کوي؟

Atlas V rocket carrying the X-37B Orbital Test Vehicle launches from Cape Canaveral

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا هوايي ځواکونو تشیال کې د محرمانه یا پټو عملیاتو لپاره د اېکس ۳۷ بي په نوم تشیال بېړۍ د لېږلو لپاره په بریالیتوب سره اطلس وي توغندی وتوغاوه.

دا توغندی د بدې هوا له امله په یوه ورځ ځنډ او یکشنبه له کېپ کناویرال نه وتوغول شو.

دا تشیال بېړۍ چې مدار ازمېښت ګاډی( د مدار ازمیښتوونکی ګاډی) هم بلل کېږي مدار کې سپوږمکۍ مېشتوي او همدارنګه د توان په مټ د وړانګو خپرولو ټیکنالوجي ازمويي.

دا په تشیال کې د دې تشیال بېړۍ شپږم عملیات یا ماموریت دی.

دا عملیات یې د کورونا وېروس سره د مبارزې د لومړۍ کرښې کسانو او له دې وېروس د اغېزمنو کسانو په ویاړ بلل شوي دي.

دې تشیال بېړۍ باندې "امریکا ځواکمنه ده" پیغام هم لیکل شوی وو.

اېکس ۳۷ بي یو ځانګړی او پخوانی پروګرام دی او په تړاو یې لږ مالومات شته.

پنټګان د دې تشیال بېړۍ د پروګرام او وړتیاوو په هکله خورا کم مالومات ور کړي.

The rocket takes off from Cape Canaveral

د عکس سرچینه، Getty Images

د هوايي ځواک مشر باربارا باریټ د دې میاشتې لومړیو کې وویل: اېکس ۳۷ بي به تر بل هر پخوانی ماموریت ډېرې تجربې وکړي.

یوه تجربه یې هم پر توخم او نورو موادو د وړانګو د اغېز ازمویل دي.

اېکس بي ۳۷ پروګرام پر ۱۹۹۹ کال پیل شوی دی.

دا بېړۍ د هغې ملوان لرونکې بېړۍ کوچنۍ بڼه ده چې پر ۲۰۱۱ کال د امریکا تشیالي پروګرام کې له کار ډډې ته کړل شوه.

دا بېړۍ هم د پخوانۍ هغې په څېر له فضا را ستنېدلی او پر ځغاستلیکه کېناستلی شي.

د ویډیو تشریح، The pictures, released by 30th Space Wing, give little away about the plane's purpose

د بوینګ جوړه دا بېړۍ په مدار کې د انرژۍ لپاره لمري بېټرۍ لري.

دا بېړۍ ۹ متره یا ۲۹ فوټه اوږده او ۱۵ فوټ پراخ وزرونه لري او وزن یې هم څلور زره نه سوه اته نوي کیلوګرامه دی.

لومړی ځل د ۲۰۱۰ کال اپرېل کې تشیال ته واستول شوه او اته میاشتې وروسته ستنه شوه.

وروستی ماموریت یې هم د ۲۰۱۹ کال اکټوبر کې و چې مدار کې تر ۷۸۰ ورځو تېرولو وروسته ستنه شوه، خو د اوسني ماموریت وخت یې مالوم نه دی.