د فضا جارو کول
يوې بريتانوۍ سپوږمکۍ د لومړي ځل لپاره په برياليتوب د مځکې چاپېرر مدار ته يو جال وراچولی، چې وښيي څنګه فضا کې غورځول شوي توکي غونډولی شي. فضا کې ميليونونه داسې اضافه توکي دي، چې د مځکې چاپېر چورلي، او د فضايي بېړيو او سپوږمکيو پر وړاندې خطر جوړوي. دا تجربه د پاککارۍ يوې داسې چارې ښوونه وه، چې ساينسپوهان وايي که انسان غواړي لا نورې سپړنې وکړي، او فضا وکاروي، دا بايد پر يوه مهالي کار واوړي.