د ټویټر یو پخوانی کارمن سعودي ته په جاسوسۍ تورن شوی

ټویټر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د امریکا یوې فدرالي محکمې په ټویټر کې یو پخوانی کارمن د سعودي چارواکو ته په جاسوسۍ تورن کړی او وايي چې د سعودي د مخالفانو ټویټر کاروونکو له اکونټونو یې پټ مالومات سعودي ته ورکول.‌

پر احمد ابو عمو محکمې د پیسو د سپینولو او په ناقانونه توګه بهرنیو حکومتونو ته د کار کولو تور هم لګولی دی.

څارنوال ویلي چې احمد ابو عمو د ډېرو پیسو او قېمتي ډالیو په بدل کې د ټویټر د یوه کارن اړوند مالومات ورکړي دي.

خو د هغه دفاعي ډلې ویلي چې تورن هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی، بلکې یوازې سعودیانو د دوی د کارونو مخته بېولو له کبله ډالۍ ورکړې دي.

د امریکا یوه څارنوال ویلي "ثبوتونه شته چې تورن د پیسو په بدل کې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان یوه نژدې کس ته مالومات ورکړي".

د ابو عمو مدافع وکیلې انجیلا شوانګ ویلي: "که څه هم په ښکاره دا یوه دسیسه ده، چې پر ټویټر د سعودي د مخالفانو په اړه مالومات راغونډ کړل شي، خو څارنوالان په دې دسیسه کې د ابو عمو د ښکېلتیا ثابتولو کې پاتې راغلي".

محکمه وايي، ابو عمو په ۲۰۱۵ کال ټویټر کې له دندې لاس پر سر شو او په سیاټل کې امازون شرکت ته ولاړ.

پر ابو عمو ټول ټال شپږ تورونه لګول شوي.

شوانګ مني چې ابو عمرو په ټویټر کې د کار قانون مات کړی، هغه داسې چې ټویټر ته یې نه دي ویلي چې د سعودي د ولیعهد له یوه نژدې تن نه یې ۱۰۰ نغد ډالر او یوه داسې لاسي ګړۍ ترلاسه کړې چې ۴۰ زره ډالر قېمت لري.

خو شوانګ وايي چې په سعودي کلتور کې دا ډالۍ او پیسې ډېرې نه ښکاري.

ابو عمو د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې سیاټل کې توقیف شوی او په ټویټر کې یې ملګری علي‌ آل زباره تورن شو چې سعودي چارواکو دوی دواړه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د سعودي د نظام د هغو ګوتنیوونکو په اړه څارلو ته ګومارلي وو چې پر ټویټر یې فعالیت کاوه.

آل زباره هم د سعودي دی.

شوانګ وايي، څارنوالي هڅه کوي ابو عمو ته د بل چا په ناقانونه کارونو سزا ورکړي چې هدف یې آل زباره دی. ښکاري چې آل زباره چې تر څار لاندې و، له امریکا وتلی دی.