ټویټر وايي، څو کاله یې شخصي پیغامونه پټ پاتې نه وو

د ټویټر چارواکو په خبره د هغو کاروونکو خبرول یې پیل کړي دي، چې پاڼې یې له دغه ویروسه اغېزمنې شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ټویټر چارواکو په خبره د هغو کاروونکو خبرول یې پیل کړي دي، چې پاڼې یې له دغه ویروسه اغېزمنې شوې دي.

هغه شخصي ټویټر پیغامونه چې د اندرواید اپلیکېشن له لارې استول شوي، ښايي له کلونو راهیسې خوندي نه وو. ټویټر مسوولین وايي، خوندیتوب سسټم کې یې یوه نیمګړتیا موندلې چې ښيي په حسابونو یا پاڼو سسټم کې د ځینې بدلونونو له کبله ښايي 'خوندي ' پیغامونه له چا پټ نه وي پاتې شوي.

د مسوولینو په وینا هر چا چې د ۲۰۱۴ کال له نومبر میاشتې د ۲۰۱۹ کال تر جنورۍ پورې خپل هغه برېښنالیک ادرسونه اپډیټ کړي، چې ټویټر پاڼه یې پورې تړلې، ښايي پیغامونه یې پټ پاتې نه وي.

د ټویټر چارواکو په خبره د هغو کاروونکو خبرول یې پیل کړي دي، چې پاڼې یې له دغه ویروسه اغېزمنې شوې دي. دوی زیاتوي د اندرواید کاروونکو خوندیتوب هغه سسټم یې بېرته فعال کړی چې هغوی سهواً تړلی و.

ټویټر وايي، دوی ته د اغېزمنو کسانو کره شمېر معلوم نه دی او له دې کبله یو عامه خبرداری هم خپروي. د دوی په وینا دې سره به هغو اغېزمنو کسانو ته هم دغه خبرداری ورسېږي، چې د ادارې له داخلي پلټنو خبر نه دي. د ټویټر اعلامیه کې ویل شوي:

''موږ له دې کبله بښنه غواړو او یوه بشپړه څېړنه کوو، چې د بیا ځلي داسې پېښې مخه ونیول شي. ''

ټویټر مسوولینو د خپلې پاڼې له کاروونکو غوښتي چې 'پرایویسي سیټینګ ' یو نظر وګوري او د خپل خوندیتوب له اقداماتو ډاډه شي.

ټویټر دغه راز وايي، ستونزه یې د جنورۍ پر ۱۴ حل کړې او لاس ته راغلي نور معلومات به ژر له کاروونکو سره شریک کړي.

دغه ویروس د هغو کاروونکو پاڼو ته نه دی رسېدلی، چې د اپل الاتو او یا وېبپاڼې له لارې ټویټر کارووي.