د امازون یوه کوچنۍ کاشوغه خاوره له ژوندیو موجوداتو ډکه ده

څېړونکي وايي، د امازون یوه کوچنۍ کاشوغه خاوره د فطري بڼو ۱۸۰۰ مېکروسکوپي ډولونه لري چې ۴۰۰ پورې مرخیړي‌وزمه شکلونه جوړولی شي.

پوهانو ویلي، دا ژوندي موجودات چې تر ډېره تر خاورو لاندې پټ شوي او د لیدلو وړ نه دي "حیرانوونکې ځانګړتیاوې" لري چې موږ یې اوس تازه کشفول پیل کړي دي.

په نړۍ کې د مرخېړیو تر ۳٫۸ میلیونه ډېر ډولونه شته چې تر اوسه ډلبندي شوي لا نه دي.

په ورته وخت کې د برازیل په امازون ځنګلونو کې د ډېرو ورښتونو له کبله ډول- ډول مرخېړي په ډېرېدو دي.

په لندن کې د کیو بوټ‌پېژندنې برخې د مشر پروفیسر الکسندر انټونلي په مشرۍ یوې څېړنډلې ویلي، ددغو ځنګلونو د ساتلو لپاره چې په چټکۍ له منځه تلو سره مخامخ دي، د مرخېړیو یا ګوبلکو رول پکې اړین دی.

دی وايي: "د دې خاورې یوه کوچنۍ کاشوغه خاوره راواخلئ وبه وینئ چې سلګونه یا زرګونه ډوله ځانګړنې لري. مرخېړي یې د چاپېریالي رنګارنګۍ د علم بل اړخ دی."

مرخېړي تر ډېره د چاپېریالي رنګارنګۍ په نوملړ کې ناګاره ګڼل کېږي؛ ځکه چې تر ډېره په ځمکه کې پټ وي او په سترګو نه لیدل کېږي.

د استوايي هېوادونو پر خاوره تر دېره رڼه مرخېړي راشنه کېږي. په برازیل کې د امازون خاورې د ځانګړنو په اړه څېړونکو د دې خاورې نمونې راواخیستې او په څلورو ځایونو کې یې راتوی شوې پاڼې راغونډې کړې.

د دغو نمونو ژنتیکي شننې ومونده چې هلته د ونو بېخونو کې سلګونه ډوله بېلابېل مرخېړي شته چې د ډېرو ډولونو لپاره یې لا نومونه نه دي مشخص شوي او په اړه یې تحقیق هم لا نه دی شوی.

مرخېړي د خوړو بشپړوونکي او ډي اکسید کاربون منظمولو کې حیاتي رول لري چې سربېره پر دې د خوړو او درملو ښه سرچینه هم ګڼل کېږي.