د اش په هکله لس جالبې خبرې

اش یا مکروني نړۍ کې په میلیاردونو مینوال لري. خو په دې به څو کسان پوهېږي چې دا کله تولید شوي دی؟

که دا مالومات د دې سبب نه شي چې تاسو یوه کاسه ماکروني ونه خورئ، نو مالومېږي چې هیڅ به هم ونه خورئ.

اش زر کاله پخوا تولید شوي

سپګېتي(اش یا مکروني) نږدې زر کاله پخوا او د مذهبي او کلتوري یرغل په توګه اروپا ته رسېدلي.

پر ۸۲۷ میلادي کال د مسلمانانو له خوا د سیسیل ټاپو تر نیواک وروسته پر بادام او لېمو سربېره، غنم هم له شمالي افریقا سیسیل ټاپو ته یووړل.

د دې غنمو پروتین دومره ډېر و چې تر ډېرې اندازې د وچېدو او ذخیره کېدو اسپانیايي مکروني یا اش ترې برابرېدل.

په ایټالیا کې د سپګېټي د تولید لومړی سند هم د یوه عرب جعرافیا پوه د ۱۲ میلادي پېړۍ لیکنو کې لیدل کېږي.

هغه د سپګېتي ډېرو جوپو ته اشاره کوي چې د سیسیل په پالرمو کې تولیدېدل. دا سیمه اوس کارواش ده.

۲ د سپګیتي نوم

سپګیتي د ایټالیايي کلیمې سپګونو جمع ده، چې له سپګو اخیستل شوی او مانا یې تار یا رسۍ ده.

۳ سپګیتي د ایټالیايي سپګیتي یا پاستات ساده شکل دی چې په ډېره اندازه تولیديږي.

د پاستا جوړولو خورا پخوانۍ او ستره کارخانه باریلا ده چې د ایټالیا شمال ته په پارما کې جوړه شوې ده.

دلته اوړه وچ او سختېږي او پر ۱۵۰ ډوله پاستا یا اش بدلېږي.

سپګیتي یا اش د پاستا خورا ساده شکل دی، چې د سوداګرۍ لپاره برابرېږي او د اش د خلیو یا ډنډو اوږدوالی کیلومترو ته رسېږي چې د باریلا کورنۍ یې هره ورځ تولیدوي.

۴ سپګیتي باید سپګتوني او سپګتیني سره توپیر شي

سپګتوني د سپګیتي سخت ډول دی، چې پخول یې ډېر وخت نیسي او سپګتیني یې نازک ډول دی چې لږ وخت کې پخېږي.

خو کاپلیني ان له سپګتیني هم نازک دی او قطر یې نږدې ۰،۸۵ تر ۰،۹۰ ملي مترو دی. ان له دې نازک تارونه یې هم شته چې کاپلیني ورته وايي. دا ډول سپګیتي د تار په ډول نه وي تر ډېره د مرغۍ د ځالې په ډول وي.

۵ پخوا د سپګیتي یا اش تارونه خورا اوږده وو

لومړیو کې د سپګیتي ډېری تارونه نږدې ۵۰ سانتي متره و. د شلمې پېړۍ نیمايي کې د هغه اش یا مکروني پلویان ډېر شول چې تارونه یې لنډ و. اوس تر ډېره د اش تارونه له ۲۵ تر ۳۰ ساتني مترو اوږده وي.

۶ بولنز سپګیتي، چې انګرېزانو جوړ کړي

بولنز سپګیتي د ایټالیا د بولوني سیمې له دودیزو خوړو په الهام تولید شوي، چې د ځانګړي سوس یا کیچپ او مکروني ګډوله ده.

خو ۱۹۵۰ لسیزه کې انګرېزیانو بولنز سپګیتي خپله پیل کړه او په سپاګ بول نوم یې پېژني او ډېره مینه ور سره لري او دغه هېواد کې له جګړې او د کډوالو له تازه څپې وروسته یې تولید پیل شو.

دا خواړه له کیچپ، د ټماټرو اوبو، میده غواینې غوښې، مرخېړي او پیاړو جوړېږي.

لندن کې د مشهور ایټالوي هوټل ریور کافه سر اشپز روبرټو وايي: که ایټالیا ته لاړ شئ، بولنز سپګیتي نشی پیدا کولی. هلته نشته، دا انګریزي خوراک دی.

۷ که دودیز ایټالوي خواړه غواړئ کاربونارا سپګیتي ولټوئ

ښايي ایټالیا کې بولونز سپګیتي پیدا نه کړې، ځکه ډېری ایټالویان پاستا خوښوي.

هغه اش یا مکروني چې کیچپ کې یې هوږه او زیتون غوړي وي د ناپل دودیزه پاستا ده.

بل ډول اش یا الا پوتناسکا سپګیتي له ټماټر، زیتون او هوږې جوړېږي.

د سپګیتي یو بل ډول چې برتانویان یې خوښوي کاربونا دی. د دې اش لومړني توکي هګۍ، کلک پنېر، د خوګ د خېټې غوښه او نور مواد دي.

۸ د اش د تارونو د نه ګډېدو لپاره

د اش پخولو لار دا ده چې مالګینو جوش اوبو کې یې میده او ولړئ او وروسته یې له لسو تر دولسو دقیقو په دمه پاخه کړئ.

ډېری ایټالویان وايي، د سپګیتي د اوبو توندوالی باید د سمندري اوبو د مالګې په اندازه وي، ځکه مه وېرېږئ که د سپګیتي اوبو ته د خوړو د قاشوغې په اندازه اوبه هم ور واچوئ.

بل مهم ټکی دا دی چې د غوړیو زیاتول د سپګیتي د تارونو د سریښېدو مخه نشي نیولی.

غوړي د اوبو پر مخ درېږي، خو د تارونو د نه یو ځای کېدو غوره لار لړل دي.

کله چې ګرمو اوبو کې اش واچوئ، نشایسته یې خارجېږي او تارونه یې خپلو کې سریښ کېږي، خو لړلو سره لو یو بل بېلېږي او تر پخېدو پورې یې نشایسته د اوبو منځ ته ځي.

۹ د سپګیتي ریکارډ

د خورا سترې سپګیتي یا اش ریکارډ کلیفورنیا کې بوکا ډي بپو هوټل مات کړ.

د ۲۰۱۰ کال مارچ کې دې هوټل له شپږ زره ۲۵۱ کیلو سپګیتي او لس ګیلنه مارینارا کیچپ سره د لامبو ډنډ ډک کړ.

۱۰ سپګیتي د تلوېزوني ملنډو سوژه

پر ۱۹۵۷ کال د بي بي سي پانورامای خپرونه کې د اپرېل اوله یا درواغو نړیواله ورځ په مناسبت پروګرام ډېری لیدونکي باوري کړل چې سپګیتي د ونې په مخ شنه کېږي او یخ یې خوند خرابولی شي. دوی دا هم ویل چې د سپګیتي تارونه په یو ډول وده کوي.

خلکو ځکه دا درواغ منلي و چې هغه وخت برتانیا کې دا خواړه لا هم بهرني او ناپېژندل شوي وو. رشد می‌کنند.