د تیو سرطان په اړه څومره پوهېږئ؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نړۍ کې څه باندې یو نیم میلیون ښځې د سینې په سرطان اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۱۰۰ زره مېرمنې هندوستان کې دي.

د تیو د سرطان په اړه به مو ډېر معلومات لوستلي وي، فکر کوئ پر دې ناروغۍ یوازې نور اخته کېږي او تاسو نه ؟

په نړۍ کې د هغو سرطانونو له ډلې چې ښځې پرې اخته کېږي، د تیو هغه ډېر مخکښ دی، خو په هندوستان کې د تیو د سرطان په اړه عامه پوهاوی کم دی.

نوې څېړنه وايي، د تیو سرطان ډیری ناروغانو ته د جراحۍ، کیمو ټراپۍ، ریډیو ټراپۍ او د هارمون بدلولو ټراپۍ ته اړتیا پېښېږي.

کیموټراپۍ د سرطان په درملنه کې ګټوره ده، خو کله نا کله پر ناروغ خطرناکې او زیان رسوونکې اغېزې پرېباسي.

اوس معلومه شوې د تي سرطان پر مهال ډېرو ناروغانو ته د کیموټراپۍ اړتیا نه وي، بلکې ناروغ له کیموټراپۍ پرته هم روغ ژوند کولی شي.

خو دا چاره د سینې د ټولو سرطان لرونکو ناروغانو په اړه صدق نه کوي، ځیني شرایطو ته په کتو او که ناروغي په لومړني پړاو کې وي، نو داسې معاینات شته چې ښيي د کیموټراپۍ اړتیا شته او که نه.

دغه معایناتو ته د "انکو ټایپ ډي ایکس" وايي او پر مټ یې معلومېدای شي چې سرطان د بیا فعالېدو وړتیا لري او که یې له لاسه ور کړې ده، خو په هندوستان کې دغه ډول معاینات ډېرې پیسې غواړي او کابو ۳۰۰ زره هندۍ کلدارې لګښت پرې راځي.

د تیو د سرطان په اړه دویمه څېړنه هم په تکمیلېدو ده.

په دغه څېړنه کې د ناروغ له خوندیتابه یا ایمني سیستم څخه هغه حجرې را اخیستل کېږي چې د سرطان د حجرو د لمنځه وړلو کوښښ کوي.

ساینسپوهان دغه حجرې په لابراتوار کې تر ارزونې او پیاوړي کولو وروسته بېرته د ناروغ په بدن کې ځای پر ځای کوي.

یوې امریکايۍ مېرمن چې د تیو سرطان یې ټول بدن په ولکه کې نیولی و، د ډاکټرانو په مرسته رکه روغه شوې ده.

د پوهانو په خبره، دا یو بې مخینی پرمختګ دی چې د سرطان هر ناروغ ته د هغه ناروغۍ ته په کتو د حل لار هواروي، خو په عام ډول د دغې رودې کارولو ته وخت شته.

د نورې نړۍ په پرتله هندوستان کې د تیو سرطان پېښې کمې دي، خو ستونزه دا ده چې په دغه هېواد کې د سرطان ناروغي هغه مهال تشخیصېږي چې ناروغ یې له اخه ټوخه غورځولی وي.

په هندوستان کې د سینې سرطان پېښې

د هندوستان د طبي څېړنو مرکز د یوه رپوټ له مخې، په ۲۰۱۲ کال کې په نړۍ کې څه باندې یو نیم میلیون ښځې د سینې په سرطان اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۱۰۰ زره مېرمنې هندوستان کې دي.

.

د عکس سرچینه، SPl

د عکس تشریح، په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې د تیو سرطان له امله نیم میلیون ښځې مړې شوې دي.

د یاد مرکز په خبره، د سرطان په لومړنیو پړاوونو کې هم د تیو خوندیتابه ته چندان پام نه کېږي، ځکه ټول هندوستان پرمختللیو طبي وسایلو ته لاسرسی نه لري.

د هندوستان په کلیوالي سیمو کې په هرو ۱۰۰ زرو ښځو کې پنځه یې د سینې په سرطان اخته کېږي، خو په ښاري سیمو کې بیا دغه شمېره لوړه ده او په هرو ۱۰۰ زرو کې ۳۰ ښځې پرې اخته دي.

د روغتيا د نړیوال سازمان په خبره، په مخ پر وده هېوادونو کې د تیو سرطان پېښې په ډېرېدو دي، ځکه هلته د خلکو عمر په اوسط ډول لوړېږي، خلک ښارونو کې مېشتېږي او په لویديځه بڼه ژوند اختیاروي.

د یاد سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې د تیو سرطان له امله نیم میلیون ښځې مړې شوې دي. خو په هر هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه توپیر کوي. په ختیځه اروپا کې له هرو ۱۰۰ زرو ښځو ۱۹ یې د تیو په سرطان اخته کېږي خو په لویديځه اروپا کې دا شمېره ۹۰ ته رسېږي.

دا توپیر د تیو سرطان په درملنه، تر درملنې وروسته د ژوند له معیار او همدارنګه د بدن له ایمني سیستم سره نېغه اړیکه لري.

په خصوصي روغتونو کې د تیو سرطان درملنه لوړ لګښت غواړي او ورته روغتونونه ډېری په سترو ښارونو کې وي.

د دغې څېړنې له مخې، د تیو سرطان ډېر لاملونه لري چې تر ډېره د حیض دوام او په پاخه عمر کې د لومړني اولاد زېږون یې له مهمو لاملونو دي، هغه میندې چې اولادونو ته خپلې شیدې ور کوي، د تي پر سرطان یې د اخته کېدو چانس کمېږي.

د تي سرطان د تشخیص غوره لاره د میموګرافي ده خو ماهران وايي، چې ښځې خپله هم د تي سرطان په تشخیص کې مهم رول لوبولی شي.

د دوی په خبره، ښځې باید خپلو تیو ته پام وکړي چې کومه غوټه خو پکې را پیدا شوې که نه، اندازه یې غټه یا وړېږي او که څنګه، د تي څوکه خو نه ده کوچنۍ شوې، له تي څخه خو به څه بهېږي نه، په تخرګه کې خو یې غوټه یا دانه نشته او تر ټول مهمه دا چې په تي کې خو یې دوامداره درد نه را پیدا کېږي؟

پورته نامعمول نښې ټولې د تي سرطان نښې دي.

د سیني سرطان ژوند ته پای ټکی کېښودای شي، خو که پر خپل وخت تشخیص شي، نو ژوند ژغورل کېدای شي، نو چې څومره مو وس رسي، د تيو د سرطان په اړه خلکو ته پوهاوی ور کړئ.