دغه سینه بند کولای شي سرطان تشخیص کړي؟

د عکس سرچینه، HIGIA TECHNOLOGIES
مکسیکو کې یوه ۱۸ کلن زلمي جولیان ریوس کانتوس داسې سینه بند طرح کړی، چې په وینا یې کېدای شي ورسره د تیونو سرطان لومړنۍ نښې نښانې معلومې شي.
دغه سینه بند، چې جولیان د درېیو نورو کسانو په ملګرتیا طرح کړی، تولید یې لا هم په لومړنۍ بڼه کې دی، خو دوی یې د ازموینې لپاره کافي پېښې ټولې کړې دي. دغه راز دوی ته د دغه نوښت له کبله روانه اونۍ د نوښتګرو محصلینو جایزه هم ورکړل شوې.
د وینې جریان چټکتیا سره ښايي سرطاني ټیومرونه د انساني پوټکي د تودوخې کچه کې بدلون راولي.
اوا نومي دغه سینه بند داسې طرح شوی، چې په کې ځاي پر ځای شوې اله د تودوخې دغه غیرعادي کچه معلوموي، یوه اپلیکېشن کې یې یو ځای کوي او کاروونکې ته د ناوړه بدلون خبرداری ورکوي.
د کره معلوماتو تر لاسه کولو لپاره باید د دغه سینه بند کاروونکي مېرمنې هره اونۍ دغه سینه بند له ۶۰ تر ۹۰ دقیقو پورې واغوندي.

د عکس سرچینه، @EPN
تر اوسه دغه سینه بند په خورا لومړنۍ بڼه دی او ویل کېږي له هغه مخکې، چې د سرطان درملنې ماهرین یې د استعمال سپارښتنه وکړي، یو لړ ازموینې باید پرې وشي. بریتانیا کې د سرطانونو په اړه د څېړنې ادارې غړې انا پیرمان په دې اړه وايي:
''موږ پوهېږو، چې ټیومرونه د وینې رګونو کې غیر عادي خوځښت لري، خو موږ ته دا هم معلومه ده، چې د وینې چټک خوځښت د سرطان کره نښه نه شي بلل کېدای. ''
نوموړې زیاتوي:
''اوسمهال داسې کوم باوري ثبوتونه نه شته، چې دغه سینه بند سرطاني ټیومرونه پېژني او دا مناسبه چاره نه ده، چې ښځې دې له معیاري ازموینو مخکې کومه تکنالوژي استعمال کړي. ''
د نوموړې په وینا 'دا ډېره ښه ده، چې د جولیان په څېر ځوانان ساینس ته پام کوي او داسې تکنالوژي طرح کوي، چې د سرطان تشخیص کې مرسته کولای شي.، خو جدي ازموینې هم د ساینس برخې دي، چې باید وکتل شي دغه ډول نوښتونه رښتیا ګټور ثابتیدای شي. '
ولې جولیان دغه نوښت کړی؟
نوموړي د دغې پروژې لپاره شخصي انګېزه درلوده. کله چې دی ۱۳ کلن و، مور یې نژدې له ژونده بې برخې شوې وه، ځکه د تیو سرطان یې په مناسب مهال نه و تشخیص شوی.

د عکس سرچینه، @JULIANRIOSCANTU
یوه ډاکټر هغې ته ویلي و، چې تیونو کې یې شته غوټې خطرناکې نه دي، خو د هغه ډاکټر تشخیص سم نه و، ځکه شپږ میاشتې وروسته یوه بله ماموګرافي کې څرګنده شوه، چې دغه غوټې سرطاني وې او پایله کې د جولیان د مور دواړه تیونه غوڅ کړل شول.
د دغې ناروغۍ په تړاو له مطالعې او د درملنې اوسنیو مېتودونو په تړاو له معلوماتو وروسته جولیان اوسنی طرح رامنځته کړه، ثبت یې کړه او د نورو کسانو په ملګرتیا یې د دغه سینه بند تولید ته ملا وتړله، چې دوی هیله من دي د راتلونکي کال له پای مخکې به پلور ته وړاندې شي.








