افغانستان کې هرکال د سینې په سرطان ۱۷۰۰ اخته میندې مري

افغان ډاکټران وايي، په افغانستان کې د میندو د مړینې دویم لوی لامل د سینې سرطان دی.

د عکس سرچینه، BEHROUZ MEHRI

د عکس تشریح، افغان ډاکټران وايي، په افغانستان کې د میندو د مړینې دویم لوی لامل د سینې سرطان دی.

سره له دې چې د سینې سرطان ناروغي د درملنې وړ ده، خو په افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ مېرمنې د سینې سرطان له کبله مري.

د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره په دغه هېواد کې کوم ځانګړی روغتون نه شته، خو د جمهوریت په روغتون کې یوه وړه څانګه ورته ځانګړې شوې.

په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره افغان دولت نن کابل کې یوه کمپایني غونډه درلوده، زموږ همکاره ملائکه احمدزۍ ورغلې او دا رپوټ یې یې پرې چمتو کړی دی.

په افغانستان کې ډېری مېرمنې د سینې سرطان له ناروغۍ کړېږي د اندېښنې خبره لا دا ده چې دوی په لومړیو پړاوونو کې نه پوهېږي چې په سرطان اخته دي او یا به سرطان شي.

ډاکټران وايي، دا ناروغۍ په لومړیو کې درد نه لري، نو ځکه د ناروغانو نه ورته پام کېږي.

افغان روغتیايي مسؤولین وايي، د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلي شمېرو له مخې هر کال افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره کسان په سرطان اخته کېږي، چې له دې ډلې څخه ۳۵۰۰ تنه یې د سینې سرطان ناروغانې جوړوي.

د سینې سرطان درملنه له بېلابېلو لارو کېدای شي.

د عکس سرچینه، BEHROUZ MEHRI

د عکس تشریح، د سینې سرطان درملنه له بېلابېلو لارو کېدای شي.
سرطان

د عکس سرچینه، SPL

د عکس تشریح، د یوه سرطان انخور

کارپوهان وايي، د عامه پوهاوي ټیټوالی او دودیزې ستونزې د دې لامل شوي چې هر کال له پنځلس سوو ډیرې میرمنې د یادې ناورغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

اکتوبر هغه میاشت ده چې د نړۍ په ډیرو سیمو کې د سینې سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لپاره کمپاینونه کېږي.

د سینې سرطان که په لومړیو پړاونو کې تشخیص شي نو د درملنې وړ دی خو ډاکټران وايي په افغانستان کې ډیری ناروغان تر هغه ډاکټر ته نه ورځي چې ناروغي یې پرمخ تللې شوې نه وي.

اړونده چارواکي وايي، ډیری افغانان دا شرم ګڼي چې د سینې د ناروغۍ له کبله خپله میرمن ډاکټر ته ورولي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل چې له همدې رنځه روغه شوې وايي، ډیری افغانان د خپلې ښځې د نوم په اخیستو شرمیږي د سینې او سینې د ناورغۍ په اړه خبرې کول خو لا لیرې خبره ده.

ډاکټران په سینه کې د غدې پیدا کیدل چې درد و نه لري او له سینې څخه د وینې او افرازاتو وتل د سینې د سرطان له نښو ګڼي.

چاغوالی، سپورت او فزیکي کارونو نه کول، د دې ناروغۍ د لاملونو له ډلې څخه دي.

فرهاد دریا
د عکس تشریح، فرهاد دریا وايي، افغانستان کې دودونه د سبینې د سرطان د درلمنې او تداوۍ پر وړاندې لوی خنډ دی

افغانستان کې د سینې سرطان

د سینې سرطان هغه ناروغي ده، چې هر کال خلک وژني. دا ناروغي ۹۹٫۵ په ښځو کې او نیم سلنه په نارینه وو کې موندل کېږي.

افغان ډاکټران وايي، په افغانستان کې د میندو د مړینې دویم لوی لامل د سینې سرطان دی.

ددې برخې متخصصین وايي، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله، په افغانستان کې د سینې د سرطان کچه ټیټه ده.

د سینې سرطان درملنه له بېلابېلو لارو کېدای شي.