د سینې سرطان کې د بانجانو د مخنیوي رول

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې، چې بانجان او هغه خواړه خوړل، چې بانجان په کې ډېر کارول کېږي، د سینې د سرطان مخه نیولی شي، په تېره بیا د هغو ښځو لپاره یې خوړل مهم دي، چې د نهیلۍ عمر ته رسېدلې دي.
امریکايي "جي سي اي اېم" مجلې پخپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې بانجان په بدن کې د ځینو ګټورو هورمونونو د زیاتېدو سبب ګرځي.
پوهانو ویلي، ډېر بانجان خوړل د هغه هورمون په زیاتوالي کې رول لري، چې په بدن کې د شکر او ډېر چاغښت مخنیوی کولی شي، چې ډاکټران دغه هورمون ته "ادیبونیکټین" نوم اخلي.
دغه هورمون په وینه کې د سینې د سرطان مخه هم نیسي، چې مخکنیو څېړنو هم دې خبرې ته اشاره کړې ده.
د بانجان مثبت اغېز د ښځې پر وزن پورې هم اړه لري، څېړونکو موندلې چې ښځو ته د ډېرو بانجانو خوراک هغوی ته صحت ورپه برخه کوي، همدا ده چې "ادیبونیکټین" هورمون یې زیاتېږي.
خو دوی وايي، د چاغو ښځو په پرتله په لږ وزرن لرونکو مېرمنو کې د ډېرو بانجانو خوراک ډېره مثبته نتیجه ورکوي.
ځینو څېړنو دا هم په ډاګه کړې ده، چې د لږ وزن لرونکو ښځو په مقایسه په چاغو مېرمنو کې د سینې سرطان ناروغي ځکه ډېره وي، چې وجود کې یې وازدې (وازګې) زیاتې وي.
د دغې څېړنې یوې چمتو کوونکې ادانا لانوس ویلي چې: "زموږ په څېړنه کې دا په ډاګه شوه، چې بانجان او یا د هغو خوړو خوړل، چې ډېر بانجان په کې کارول کېږي، د سینې د سرطان په مخنیوي کې مهم رول لوبوي. که څه ههم خلک لږ وخت ډېر بانجان وخوري، اثر یې له ورایه معلومېږي".
نوموړې زیاتوي: "څېړنې دا سپارښتنه هم کوي، چې انسان باید ځان ډېر چاغوالي ته پرې نه ږدي".








