"د لمنې کچې زیاتېدل د سینې د سرطان نښه ده"

د عکس سرچینه، SPL
د لندن کالج پوهنتون څېړونکي وايي هغه ښځې چې له شل کلنۍ وروسته یې د لمنې کچه په هرو لسو کلونو کې یوه شمېره زیاتېږي، په کې د سرطان د ناروغۍ د رامنځ ته کېدو خطر ۳۳ سلنه زیات وي.
څېړونکو ویلي چې له شل کلنۍ وروسته د لمنې کچې ته پام ښايي د وزن د کنترولولو اسانه لار وي.
په ځانګړې ډول د خېټې په سیمه کې چاغښت د سرطان مهم لامل دی.
د ښځو د سرطان ادارې چارواکې پروفیسور اوشا مېنن چې د دغې څېړنې مشري یې پر غاړه درلوده بي بي سي ته ویلي:
"که دا ومنل شي چې د لمنې کچه د سینې د سرطان له خطر سره تړلې مسله ده نو دا چاره به د وزن د کنترولولو يوه ډېره ساده او اسانه لار وي".
د ژوند د ورځني فعالیتونو اغېز
څېړونکو په انګلستان کې تر ۹۰،۰۰۰ ډېرې د ۵۰ او ۶۰ کلونو ښځې تر څېړونو لاندې ونیولې.
له دریو کلونو څېړونو وروسته وموندل شوه چې ۱،۰۹۰ ښځې د سینې پر سرطان اخته شوې دي.
بریتانیا کې څېړونکو وموندله چې په هرو لسو کلونو کې د ۲۵ او ۵۰ کلونو تر منځ د ښځو د لمنې په کچه کې د یوه واحد زیاتوالي (د مثال په ډول له ۱۲ نه ۱۴ ته)، په دوی کې د سینې د سرطان ګواښ ۳۳ سلنه زیاتوي.
څېړونکو ویلي که د لمنې کچه دوه واحده زیاته شي نو ورسره د سرطان خطر هم ۷۷ سلنه زیاتېږي.
د سینې سرطان برېکترو ادارې چارواکي سایمن وینسنټ د دغې څېړنې په اړه وویل:
"موږ پوهېږو چې د ژوند په ورځني عادتونو کې د بدلون له لارې، لکه په پرله پسې ډول فعالیت او وزن کنترولول، کولی شو د سرطان د ۴۰ سلنه پېښو مخه ونیسو".
"دغه څېړنه د وزن د کنترولولو یوه اسانه لار هم په ګوته کوي. ښځې د ځوانۍ پر مهال په پرتلیز ډول د خپلې لمنې کچې ته ډېر پام کوي".
محدودیتونه
څېړونکو منلې چې دغه څېړنه یو څه محدودیتونه لري. څېړنه انګیري چې زړو ښځو په شل کلنۍ کې د خپلې لمنې کچې په اړه کره مالومات ورکړي دي.
خو که د دغه څېړنې پایلې تاید شي نو دا به د چاغښت د خطرونو په اړه ښځو ته يو څرګند پیغام وي.
د بریتانیا د سرطان د څېړنې ادارې چارواکي ټام سټنز فلډ وویل کېدای شي د دغې څېړنې پایلې کره نه وي ځکه د لمنې کچه له کلونو راهیسې زیاتېږي او د څېړنې کره توب پر دې خبره ولاړ دی چې ګواکې ښځو ته لسګونه کلونه وړاندې د خپلو لمنو کچه په یاد پاتې ده.
نوموړي وویل: "شواهد ښيي چې د سینې د سرطان د ګواښ د مخنیوي لپاره د وزن کنترولول، فزیکي فعالیت او شراب په کمه کچه څښل مهم دي".
"په ښځو کې له ۵۰ کلنۍ وروسته د سینې د سرطان د خطر د کمولو لپاره د وزن کنترولول مهم دي. او دې مسلې ته د لمنې د کچې له لارې د خلکو پام اړول یو په زړه پورې کار دی خو تر دې هم مهمه خبره دا ده چې آیا وزن خو به مو له اندازې ډېر نه وي".








