سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي

- Author, هيلين جونز
- دنده, بي بي سي
ګڼ خلک داسې انګیري چې ګني یوازې ښځې د تیو په سرطان اخته کېږي، خو داسې نه ده.
که څه هم د سړو د تیو سرطان یوه کمیابه پدیده ګڼل کېږي، خو لاهم هر کال په شمالي ایرلنډ کې په اوسط ډول ۱۰ نارینه د تیو په سرطان اخته کېږي.
۷۰ کلن ایان کرانسټون په تېره مې میاشت کې پوی شو چې د تیو سرطان لري، دوه اونۍ وروسته یې د تیو ایستلو جراحي عملیات وشول.
د ایرلنډ بورټاډون ښار اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار کرانسټون په جون میاشت کې له ناروغۍ په بشپړه توګه روغ شو او هوډ یې وکړ چې په ډاګه وايي، یوازې ښځې نه دي چې د تیو په سرطان اخته کېږي، بلکې سړي هم پرې اخته کېدای شي:
"سړي هم باید د تغیراتو راتلو په حالت کې د خپلو تیو طبي ازموینه وکړي."
د تیو مقلوب سرونه
په تېره مې میاشت کې کله چې کرانسټون له حمامه راووت، د مېرمنې یې ورته پام شو.
هغې ورته وویل، د تیو سرونه یې مقلوب شوي باید ډاکټر ته ولاړ شي.
ایان وايي: "نه پوهېدم چې دا به ولې داسې شوي وي."
دی یاتوي: "دې ته مې وویل چې سړي د تیو په سرطان نه اخته کېږي؛ نو ډاکټر ته باید ولاړ نه شم."
نوموړی دا هم وايي چې "نه پوهېدم زما به هم دوه تي وي، دا زما سینه ده، سړي تي نه لري. دا ناممکنه ده."
په پای کې یې مېرمنې ډاکټر ته د تللو قناعت ورکړ، همدا وو چې ډاکټر په کریګافون سیمه کې روغتون ته د تګ سپارښتنه ورته وکړه.
کرانسټون د ازموینې پایلې راوتلو سره هک پک شو.
دی وايي: "سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي، هېڅ مې نه منله. هېڅ د ویلو او کار شیمه مې نه لرله، خو مېرمن مې الیزابیت وژړل."
کرانسټون د ناروغۍ د کچې پوهېدو د ډېروالي هوډ وکړ، چې په وینا یې که یو سړی هم له دې ناروغۍ خبر کړم، دا به مې ډېر کار کړی وي.
نښې نښانې
په شمالي ایرلنډ کې د سرطاني ناروغیو په تړاو د کوینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۳ کلونو کې ۱۶۶ سړي د تیو په سرطان اخته شوي دي.

د عکس سرچینه، SPL
که څه هم په ناروغۍ د اخته سړیو (چې شمېر یې ۹۹ سړي وو) عمرونه د ۶۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ وو، خو د ۲۶ نورو سړو عمرونه بیا ۴۰ کاله وو. د تیو په سرطان د اخته ۴۰ کسانو عمرونه بیا تر ۸۰ کلونو لوړ وو.
د تیو سرطان د درملنې متخصصه نرسه آنی تریانور وايي: "ډېر خلک نه پوهېږي چې سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي، ځکه دوی ان په دې هم نه پوهېږي چې سړي هم تي لري."
دا زیاتوي: "خو د سړيو د تیو سرونو لاندې کوچني انساج لري، دا هماغه ځای دی چې د تیو په سرطان اخته کېدای شي."
تریانور د ناروغۍ نښې د ښځو د ناروغۍ نښو ته ورته دي چې لاندې څیزونه پکې راتلی شي:
- د تیو مقلوب سرونه
- د تیو منځ انساجو کې پړسوب
- د تیو د سرونو راوتل
- ټپ او تورم








