د "ولسمشر مرستیال" ډرامې وتلې لوبغاړې د تيو په سرطان اخته شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د "د ولسمشر مرستیال" تلوېزیوني ډرامې لوبغاړې جولیا لوییس دریفوس پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې د تیو په سرطان اخته شوې ده.
"له هرو ۸ ښځو یوه یې د سینې په سرطان اخته کېږي. نن هغه یوه زه یم."
هغې وروسته لیکلي: "ښه خبر دا دی چېزما ددې مبارزې ملاتړ یوې ډلې، کورنۍ او زړه سواندو دوستانو کړی او د خپلې ټولنې لخوا مې یوه عالي بیمه هم ترلاسه کړې ده."
"خو ټولې ښځې دومره نېکبختې نه دي. نو راځئ د سرطان پروړاندې وجنګېږو او د خپلو همکارانو د درملنې بیمه پر یوه واقعیت بدله کړو."
۵۶ کلنه جولیا لوییس دریفوس د هالیووډ له پېژندل شویو لوبغاړو ده چې د ساینفلډکومیډي سریال کې لوبېدو ډېره مشهوره کړه. بیا وروسته هم نورو مشهورو فلمونو کې ولوبېده.
خو په وروستیو کې مشهور تلوېزیوني سریال ویپ یا "د ولسمشر مرستیال" سریال کې یې محبوبیت ډېر شو او د امي مشهورې جایزې ته ټیک شپږ کاله نومانده شوه .

د عکس سرچینه، Reuters
دغه خبر ته د سینما مشهورو لوبغاړو او د امریکا د مخکیني مرستیال ولسمشر جو بایډن په ګډون ګڼو نورو مشهورو کسانو هم غبرګون ښودلی.
جو بایډن په ۲۰۱۵ کال چې زوی یې په سرطان اخته و، پر ټویټر د دریفوس لپاره د روغتیا دعا کړې وه او په طنزي تورو یې لیکلي وو: "موږ د ولسمشر مرستیالان پخپلو کې سره متحد یو. جېل (زوی مې)، زه او د بایډن ټوله کورنۍ له تا سره یو جولیا."
د ویپ چمتو کوونکي ایچ بي او شرکت یوه خبرپاڼه کې ویلي: "موږ پوره ډاډه یو چې جولیا په هماغه ټینګه روحیه او نه وېرې چې دا یې لري، پر دغې ناروغۍ برلاسې کېږي او د ویپ د وروستۍ برخې جوړولو کې به په پوره سلامتیا سره ولوبېږي."

د عکس سرچینه، Twitter
پوره درملیزه بیمه
د امریکايي لوبغاړو اتحادیه د خپلو کورنیو غړي د خپلو امتیازاتو پربنسټ بیمه کوي او پوره بیمې ته د دریفوس اشاره په حقیقت کې د امریکا د درملنې سیستم ته د ټرمپ پر طرحې نیوکه ګڼل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې اغلې دریفوس د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په کنایه خبرې کوي.
اغلې دریفوس د روان کال لومړیو کې د یوې جایزې ترلاسه کولو پرمهال د ټرمپ د کډوالۍ د فرمان په اعتراض کې ویلي وو: "زه د یوه کډوال لور یم. پلار مې د نازیانو د اشغال پرمهال تښتېدلی. زه یوه وطندوسته امریکایۍ یم.د کډوالو د مخنیوي طرحه د ننګ یو تور خال او ناامریکایی ګام دی."
د تیو سرطان نښې
•د تیو پړسوب چې مخکې نه وي
•د لاندې نښو په لیدو ډاکټر ته ولاړ شئ:
•د یوه یا دواړو تیو د اندازې بدلېدل
•له تیو د وینې ته ورته شي راوتل
•تر سینې لاندې پړسوب
•د تیو د پوستکي رژیدل
•د تیو د سر یا شاوخوا کې حساسیت پیدا کېدل
څوک اندېښنه لري
هغه کسان چې د خپلوانو لومړۍ،دویمه او درېیمه درجه کې د مور یا پلار له خوا یې خپلوان له پنځوسو کلونو ټیټ عمر کې د تیو (سینې) په سرطان یا د تخمدان په سرطان اخته وي
که کورنۍ کې سړی د سینې په سرطان اخته وي
که ښځه له پنځوس کلنۍ ټیټ عمر کې د تیو په سرطان اخته وي
که د ښځې دواړو تیو کې تومور پیدا شي
څه باید وشي؟
•د معیوبو ژنونو د شتون ارزونې لپاره ژنتیک ازموینه وشي
•که د ازموینې پایله منفي وه: د تیو عادي څارنه (له ۲۰ کلنۍ وروسته هره میاشت ځان ازموینه، یوځل له ۴۰ کلنۍ مخکې کال کې یوخل ماموګرافي او له ۵۰ کلنۍ وروسته کال کې یوځل ماموګرافي)
•که د ازموینې پایله مثبت وه: له ۱۸ کلنۍ نه څارنه
•له ۱۸ کلنۍ وروسته هره میاشت د میاشتنۍ ناروغۍ په اومه ورځ د تیو منظمه ازموینه
•له ۲۵ کلنۍ وروسته کال کې دوه ځلې د متخصص ډاکټر په مټ د تیو ازموینه
•کلنۍ ماموګرافي (له ۲۵ کلنۍ وروسته یه له ۱۸ کلنۍ وروسته سونوګرافي) یا د تیو MRI








