د وینې معاینه د تخمدان سرطان لومړیو پړاوونو کې ښيي

ډاکټران وایي؛ په هرو څلورو میاشتو کې د وینې معاینه له هغو ښځو سره په لومړیو پړاوونو د تومور پېژندلو کې مرسته کوي چې د تخمدان سرطان له لوړ خطر سره مخامخ دي.
اوسمهال ددې ناروغۍ معاینات نه کېږي، نو هغو ښځو ته د تخمدان او د فالوپین ټیوبونو د ویستلو توصیه شوې چې له لوړ خطر سره مخامخ دي.
په هغو ارزونو کې چې پر ۴۳۴۸ ښځو ترسره شوې او د کلینیکي انکولوژي مجله کې خپره شوې، هغه سرطانونه چې په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شوي، نو درملنه یې اسانه وي.
همداراز، دا لا څرګنده نه ده چې د وینې منظم معاینه کول به ژوند وژغوري.
د سینې او تخمدان سرطان د ۴۳ کلنې کارولین پرېشو په کورنۍ کې مخینه لري. د هرتفورډشایر دغې اوسېدونکې دغه ژني اختلال چې برکا۲ (BRCA2) نومېږي د خپلې کورنۍ له غړو میراث وړی.

د عکس سرچینه، SPL
مېرمن پريشو ته ویل شوي و چې د عملیاتو په ترسره کولو ځان ته ورپېښ خطر کم کړي، خو د تخمدان او ټیوبونو ویستلو سره حیض بندېږي.
هغې وویل: "تل مې د عملیاتو لپاره تابیا درلوده، خو معاینو راته دا فرصت راکړ چې خپله کورنۍ مې بشپړه کړم - ما نه غوښتل په ۳۵ کلنۍ کې له ماشوم زېږولو نوره پاتې شم."
پر معاینو سربېره باید پر لاندې علایمو پام وساتل شي:
- په دوامداره توګه د پړسوب احساس کول
- د معدې پړسوب
- د معدې یا لګن برخه کې د ناراحتۍ احساس
- د خوراک پرمهال د ژر مړېدو احساس یا د اشتها کموالی
- ژر ژر یا تر عادي حالته ډېر متیازې کول
دغه علایم په هرو سلو ښځو کې دوه کسان د ژوند په یوې مرحلې کې د تخمدان سرطان لامل کېږي.








