د تخمدان سرطان له پلاره لور ته لېږدېدلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې پوهانو ویلي، داسې یو جېن یې په نښه کړی، چې د تخمدان د سرطان ډېرېدو خطر رامنځ ته کوي او له پلاره لور ته په میراث پاتېدای شي.
دا جېني تحول له پلاره لور ته د اېکس کروموزوم له لارې رسېږي.
څېړونکي وايي، لاهم ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې ددغه جېن اصلي دنده وپېژندله شي. د څېړنې پایلې پي اېل او اېس جینیټیکس مجله کې هم خپره شوې ده.
کورنی خطر
دا مهال د هغو میندو پر بي ار سي اې جېن څېړنې روانې دي، چې د سرطان ناروغۍ اخته کېدو کې اوږد کورنی تاریخ لري، یاد جېن د ښځو د تخمدان او د تیو سرطان احتمال ډېرولی شي.
امریکایۍ فلمي ممثله انجلینا جولي یوه له هغو مېرمنو ده چې بي ار سي اې ۱ جېن لري او دا یې له خپلې مور په میراث ورپاتې شوی، دغه جېن د هغې د تیو د سرطان ۸۷ سلنه خطر او د تخمدان د سرطان ۵۰ سلنه خطر ډېر کړی، خو هغې پر وخت وقایوي جراحي وکړه او خپل تخمدان یې له بېخه ویوست.

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکي پر دې اند دي چې د تخمدان (مبیض) د سرطان ډېر نور وراثي لاملونه هم شته، چې ځینې یې د x کروموزوم له لارې نجونو ته له پلاره لېږدي.
ډاکټر کیفین اینګ او ملګرو یې د سرطان روزوېل پارک انستېتیوت کې د اېم اې جي اې سي ۳ په نوم پر هغه جېن څېړنه وکړه چې د پلرونو په x کروموزوم کې موجود دی.
تر اوسه شویو څېړنو د تخمدان سرطان او له پلاره په میراث د پاتېدونکو جېنونو ترمنځ تړاو په ګوته کړی.

د عکس سرچینه، SPL
بریتانیا کې د سرطاني څېړنو څېړونکې ډاکټرې کاترین پیورټ ویلي: "دغه څېړنه په ډاګه کوي چې په ښځو کې د تخمدان د سرطان ځینې خطرونه د مور سربېره له پلاره هم لېږدېدلی شي، چې لامل یې اوس کشف شوي عیب لرونکي جېرونه دي".
دا زیاتوي: "راتلونکې کې له هغو ښځو سره مرسته کولی شو چې د تخمدان د سرطان اوږده کورنۍ مخینه لري او د یاد سرطان د خطر په اړه لا نور پوهېدل شو، دا د تخمدان د سرطان د وقایې لپاره یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه ده، چې د زرګونو کسانو ژوند پرې ژغورل کېدای شي".








