د تیو سرطان پرتله پروستات سرطان له ډېرو ژوند اخلي

سرطان

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه نوې څېړنه لومړی ځل ښيي، چې د تیو سرطان له کبله د مړو شویو ښځو پرتله د هغو نارینه وو شمېر ډېر دی، چې د پروستات سرطان له کبله ژوند بایلي. ویل کېږي د خلکو عمرونو ډېرېدو له کبله دغه ناروغي ډېر شمېر نارینه اغېزمنوي.

د برتانیا پروستات سرطان څېړنه وايي، درملنه او تشخیص چارو کې پرمختګ شوی او له دې کبله حالت ښه شوی او که د پروستات سرطان په اړه څېړنو ته د پېسو کچه زیاته شي دې لړ کې هم پرمختګ ممکن دی.

دا مهال برتانیا کې د سږو سرطان تر ټولو ډېر خونړی دی، دویم ځای د کولمو سرطان نیولی او د ډېرو مرګونو له کبله پروستات سرطان ته درېیم ځای ورکړل شوی.

ګېري پېټیټ وايي نارینه باید د معایناتو کولو کې شرم و نه کړي.

د عکس سرچینه، PROSTATE CANCER UK

د عکس تشریح، ګېري پېټیټ وايي نارینه باید د معایناتو کولو کې شرم و نه کړي.

کارپوهان وايي تېرو لسو کلونو کې د پروستات سرطان له کبله د مړو شویو شمېر ډېر شوی دی، خو په دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر لږ شوی دی. د تیو سرطان په اړه ویل کېږي، چې له کبله یې د مړینې کچه لس سلنه لږ شوې ده.

۴۳ کلن ګېري پیټیټ چې بدن کې یې دغه ناروغي تشخیص شوه او له اووه ساعته جراحي عملیاتو وروسته یې له بدنه سرطان وایستل شو وايي، نارینه وو کې باید د دغې ناروغۍ په تړاو عامه پوهاوی ډېر شي:

''نارینه اوس هم د دغې ناروغۍ په تړاو ډېر نه غږیږي او په یادولو یې یو ډول شرمېږي، خو د دوی لپاره ډېره مهمه ده، چې باید د دغې ناروغۍ معاینات وکړي. ''