سریلانکا؛ د چای کرلو ۱۵۰ کلنه کیسه

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
د سریلانکا نږدې پنځه سلنه وګړي د میلیاردنو ډالرو په ارزښت د چای صنعت سره تړلي.
چای غرونو کې له پاڼو تروړل کېږي، بیا تر کارخانو رسول کېږي او هلته له مختلفو پړاوونو وروسته بهر ته صادرېږي.
پر ۱۸۶۷ کال د تور چای کرلو او پلورلو د سریلانکايي نسلونو ژوند بدل کړ.
ډاکومېنټري فوټوګرافر شمو تیون د چای حاصلخېزه نړۍ د انځورولو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
د چای پاڼو تروړل

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
هر ځمکوال د کرونګرو لپاره د غرونو لمنو کې د چای کروندو سره د بارکونو په څېر کورنه کې جوړ کړي دي.
د چای پاڼې له هرو اوو تر څوارلسو ورځو په لاسونو شکول کېږي او که تر دې ډېرې پرېښودل شي پټخېږي.
د دې مطلب دا ده چې د پاڼو شکولو ځای هره ورځ بدلېږي او دا په دې پورې تړلې چې کومې پاڼې وتروړل شي.
د چای پاڼې ترپالي کڅوړو کې ټولېږي، چې له دودیزو ټوکریو ډېرې سپکې دي.
پیسې

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
د پاڼو په وزن پیسې ور کول کېږي، که یو کس ورځ کې ۱۸ کیلوګرامه پاڼې وشکوي، نو ۶۰۰ سریلنکايي روپۍ یا ۲،۷۰ برتانوي پونډ ور کول کېږي.
که دغه اندازه ورځ کې پوره نه کړي، نو درې سوه سرېلانکايي روپۍ ور کول کېږي.
ځینې کسان په میاشتۍ تنخا کار کوي یا قرضې هم ور کول کېږي.
دا کار څوک کوي؟

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
سریلانکا کې د چای کاروباریان تر ډېره د هند تامل توکمي دي.
برتانیا د دې کروندې لپاره دوی دغه ځای ته لېږدولي.
دوی د شمالي سریلانکا له جفنا تامل توپیر لري.
کچه یا خامه لارې د کرونګرو له کورنو د چای تر کروندو غځېدلې دي.
د چای بوټي په یو متر واټن اړخینو پښتو یا غونډیو کې کرل کېږي.
خوند

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
د سمندر کچه د چای پر خوند اغېز کوي.
څومره چې د دې کروندې کچه له سمندر لوړه وي، نو ډېر مزه ناک کوي.
بیه یې هم له هغه چای زیاته وي چې د سمندر کچې ته نږدې وي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
د چای پاڼو تروړونکي کسان سخت لاسونه لري.
دا کار سخت دی، ځکه اوسني ځوانان ډېر ورته زړه نه ښه کوي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
ډېرې پېغلې په کروندو کې د دغه کار په ځای د اغوستوکو یا ملبوساتو کمپنیو یا له هېواد بهر د کورونو خدمتګارۍ غوره کوي.
په یوه وړه کرونده کې په څلورو کچو خلک کار کوي، چې له څېښتن نیولې، د پاڼو تروړونکي هم پکې دي او هر کس له ځان د ټیټې کچې څارنه کوي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
کومو کورونو کې چې مزدوران اوسي، ځینې یې برتانیا جوړ کړي او دا د ۱۹۲۰ کلونو وخت و چې شل زره کوټې یې د چای پاڼو تروړونکو ته جوړې کړې.
له هغه مهال راهیسې دا ودانۍ لږ بدلې شوې دي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
کورنۍ دا ډول رنګارنګ او د بیرکونو په څېر کورنو کې خپل بچي پالي.
په نږدې ټولو ودانیو کې یواځې څو ګړۍ برېښنا او اوبه وي یا هیڅ نه وي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
څو ورځنۍ چارې لکه کپړې مینځل هم د لښتیو او ویالو په غاړو کېږي.
ځینې سیمو کې یواځې له دریو بجو وروسته اوبه وي چې هغه هم ډګیو یا کانتینرونو کې اچول کېږي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
د چای پاڼې تروړونکو او نورو مزدورانو کار سهار اوه نیمې بجې پیلېږي.
په داسې سیمو کې ماشومان څو څو کیلومتره ښوونځي ته لار لنډوي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
چای تروړل لږ عاید لرونکی کار دی، خو د دا ډول کورنیو غړي ختیځه اسیا یا د سریلانکا نورو ښارونو کې اوسي او دوی ورته دا پیسې ور لېږي.
د کروندې اړوند مېرمنې د کور نور کارونه هم کوي، لکه پخلی، جارو او د بچیو پالل.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
د چای تازه پاڼې نږدې کارخونې ته لېږل کېږي.
اول پړاو کې په هوا سره د پاڼو نم لرې کېږي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
دې کار سره د پاڼې مخ نرم پاتېږي.
له چاڼ وروسته له ۱۸ کیلوګرام چای پاڼو پنځه کیلوګرامه چای جوړېږي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
وروسته دا پاڼې بیا تروړل کېږي او د مختلفو خوندونو چای ترې جوړېږي.
چای تیارولو کې له نږدې سلو کلونو راهیسې ماشین کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
تیار شوی چای د پاڼو د اندازې له مخې بېلېږي او د لویو لویو پاڼو چای د پلور لپاره پلازمېنې کولمبو ته اسول کېږي.

د عکس سرچینه، Schmoo Theune
دا چای یواځې بهر ته نه لېږل کېږي، بلکې د سریلانکا د خلکو د ژوند مهمه برخه هم ده، دفتري کارمنان، مزدوران، زدکوونکي او هرڅوک یې کاروي.








