حساب ماشین د زدکوونکو ریاضي پیاوړې کوي

د عکس سرچینه، Alamy
د حساب ماشین چې ښايي د زدکړه په چاره کې د لټو زدکوونکو مرستندوی وانګېرل شي، نوې څېړنې موندلې چې حساب ماشین د زدکوونکو د ریاضي مهارتونو په پیاوړتیا کې ګټور دی.
د ښوونې او روزنې د بنسټ څېړونکو ( EEF) موندلې، که زدکوونکو ته د حساب د ماشین سمه کارونه ور وښوول شي، د ریاضیکي مسلو د حل وړتیا یې ډېروي.
د هغوی په خبره، که په ښوونځیو کې د حساب ماشین هم د درسي موادو په توګه ومنل شي، زدکوونکو ته به ډېر ګټور وي.
د یاد برتانوي بنسټ اجرایوي مشر سرکوون کالینز وایي، ډېر کله ویل کېږي چې د حساب ماشین د زدکوونکي د ریاضي زدکړې ته زیانمن دی، خو حقیقت بل څه دی:
" زموږ موندنې ښيي چې د حساب ماشین د ریاضیاتو په برخه کې د زدکوونکو درک پیاوړی کوي، خو ښوونکي دې ځان ډاډه کړي چې په مناسبه توګه ترې ګټه اخیستل کېږي. "
وروستیو څېړنو ښودلې هغه زدکوونکي چې د ښوونځي په لومړنۍ دوره کې له حساب ماشين څخه منظمه ګټه اخلي، د نورو په پرتله لایقه او د ریاضي په مسلو کې غوره درک لري.
د دغې څېړنې یوه برخه وال ویلي، زدکوونکي دې په لومړنۍ دوره کې تر هر څه مخکې د ریاضي زدکړې د نورو لارو چارو د کارولو ترڅنګ له له حساب ماشین څخه هم ګټه واخلي.
د بېلګې په ډول، زدکوونکي دې لومړی ریاضیکي معادله په کتابچه کې حل او بیا دې د حساب ماشین په مرسته معلومه کړي چې محاسبه یې سمه وه او که څنګه؟
د انګلستان د معارف ادارې یوه ویاند ویلي، د حساب ماشین له مهمو درسي وسیلو کېدای شي، خو په دې شرط چې د زدکوونکو د ریاضیکي مسلو د ذهني حل مخه ونه نیسي.










