د مړه کېدو په وخت دماغ کې څه تېرېږي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

دې پوښتنې ته ځواب کې ښايي له هرچا سره سم معلومات نه وي، خو له ساینسپوهانو سره هرو مرو یو څه معلومات شته، مګر بیا هم دا پوښتنه یو راز دی.

ځینې ساینسپوهانو په دې تړاو څېړنه کې د مغزپوهنې په هکله جالت معلومات را ټول کړي دي.

په برلن او اوهایو کې د سنسناټي پوهنتون او چیریټي پوهنتون استادانو د جینز ډرایر په مشرۍ دا څېړنه کړې ده.

په دې څېړنه کې ساینسپوهانو د ځینې ناروغانو عصبي نظام له خورا نږدې څارلی او د دې کار لپاره یې د هغوی له کورنیو وارمخکې اجازه اخیستې ده.

دا کسان یا د سړک په سخته پېښه کې ټپیان شوي یا یې هم د زړه دوره(حمله) درلوده.

ساینسپوهانو معلومه کړې چې د مرګ په مهال د انسانانو او څارویو دماغ یو ډول کار کوي.

د دې څېړنې موخه یواځې د مرګ په وخت د دماغ څارل نه و، بلکې دا پوهه ترلاسه کول هم و چې یو څوک څنګه د ژوند په دې وروستیو شېبو کې بچېدلی شي.

پر هغه څه چې له مخکې پوهېږو

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

ساینسپوهان چې له دې څېړنې مخکې د مړو دماغو په هکله په کوم څه پوهېدل هغه ټول یې پر څارویو له تجربو ترلاسه کړي وو.

موږ پوهېږو چې د مرګ په وخت

  • بدن کې د وینې چلښت درېږي او له امله یې په دماغ کې اکسېجن کمېږي
  • دغه حالت- سریبرل اسکیمیا- کې کیمیاوي توکي کمېږي، له امله یې په دماغ کې الیکټریکل اکټیویټي یو مخ بهر کېږي.
  • داسې خیال کېږي چې د دماغ سړولو دا عمل د خپلې انرژۍ د خوندي ساتلو په وجه پیلېږي، خو د انرژۍ خوندي ساتل کار نه ور کوي، ځکه چې د مرګ وېره بیا هم وي.
  • له دې وروستو ټیشو ریکوري یو مخ ناشونې کېږي.

انسانانو کې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ساینسپوهانو دې ډلې دا ساري عمل په انسانانو کې ژور څېړلی.

دوی د ځینې ناروغانو د دماغو عصبي بوختیاوې څارلې.

ډاکټرانو ورته ویلي وو چې دا ناروغان د الیکټروډ سټرپس یا نور څه په مرسته په هوش را نه ولي.

ساینسپوهانو له تجربو وروسته معلومه کړه چې په نهو کې د اتو ناروغانو د دماغو ژونکې له مرګ د ځان بچولو هڅه کوي.

هغوی دا هم معلومه کړې چې د دماغ ژونکې او نیورونونه د زړه درزا له درېدلو وروسته هم کار کوي.

د دې لپاره د ژونکو خوځوونکې وینه کاروي او په مټ یې کیمیايي انرژي او اکسېجن ترلاسه کوي.

د ساینسپوهانو په خبره، کله چې بدن مړ کېږي او په دماغ کې د وینې خوځښت درېږي، نو مړه کېدونکي نیرون د انرژۍ د کارولو هڅه کوي.

د الیکټرو میکینیکل انډول له امله د دماغ ژونکې له منځه ځي، چې ور سره ترمل انرژي بهر کېږي او له دې وروسته انسان مړ کېږي.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي؛ مرګ چې اوس څومره زورور دی ښايي راتلونکي داسې نه وي.