اقلیمي بدلون پر ښځو ډېر بد اغېز کوي

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه نوې څېړنه وایي، ښځې د سړیو پرتله د اقلیمي بدلون له منفي پایلو ډېرې اغېزمنې کېږي.

د ملګرو ملتونو لخوا خپرې شوې شمېرې ښیي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اقلیمي بدلون له کبله د بېځایه شویو وګړو ۸۰ سلنه ښځې دي.

د اقلیمي بدلون په اړه د ۲۰۱۵ کال د پاریس تړون کې هم دا خبره منل شوې ده چې د طبیعي پېښو پر وخت ښځې ډېر زیان ویني.

په یاد تړون کې پر دې هم ټینګار شوی چې ښځې لا ځواکمنې شي او توپيري چلند باید ورسره ونشي.

دغه څېړنه د یوې بېلګې په توګه د مرکزي افریقا د ښځو یادونه کوي.

په یاده سیمه کې د چاد په نامه جهیل ۹۰ سلنه وچ شوی دی. له همدې کبله ښځې اړې دي چې د اوبو راوړلو لپاره لېرې پرتو سیمو ته پلي مزل وکړي.

یو شمېر کارپوهان وایي، د وچکالۍ په موده کې ډېری سړي ښاري سیمو ته د کار لپاره ځي.

خو ښځې په خپلو کلیوالو سیمو کې پاتې کېږي او له وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له نورو پایلو ډېرې اغېزمنې کېږي.

د چاد په نامه جهیل ۹۰ سلنه وچ شوی دی. له همدې کبله ښځې اړې دي چې د اوبو راوړلو لپاره لېرې پرتو سیمو ته پلي مزل وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چاد په نامه جهیل ۹۰ سلنه وچ شوی دی. له همدې کبله ښځې اړې دي چې د اوبو راوړلو لپاره لېرې پرتو سیمو ته پلي مزل وکړي.

دا چې اوس په ګڼو هېوادونو کې وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي، ښځې اړې دي چې د کورنیو د ساتلو لپاره لا ډېر زیار وباسي.

څېړنه وایي چې د اقلیمي بدلون بدې پایلې یوازې کلیوالې ښځې نه اغېزمنوي، بلکې په ښاري سیمو کې یې هم د قربانیانو لویه برخه ښځې دي.

په ډېرو هېوادونو کې ښځې له اقتصادي پلوه پر سړیو تکیه کوي.

ښځې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډربن کې ښځینه کروندګرې د اقلیمي بدلون له کبله د دوی پر کروندو د اغېزو خلاف احتجاج کوي.

دوی خپلې دندې نه لري او په مهمو پرېکړو کې یې هم ونډه ډېره کمه ده. همدا لامل دی چې د طبیعي پېښو پر وخت ډېری ښځې خپل برخلیک نشي ټاکلی او د سړیو پرېکړو ته غاړه ږدي.

څېرنه وایي، په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا په فلورېډا ایالت کې هم د کترینا په نامه سمندري توپان ښځو ته ډېر زیان ور واړولو، ځکه په زیانمنو سیمو کې تر ډېره هغه بې وزله کورنۍ اوسېدې چې مشري یې ښځو کوله.