د پلاستیکي بوتلونو اوبه د پلاستیک بڅري لري

.
د عکس تشریح، هغو شرکتونو چې د پلاستیکي بوتلونو اوبه یې ارزول شوي، بي بي سي ته ویلي، دوی خپل تولیدات پر لوړ معیار چمتو کړي دي
    • Author, دیوید شوکمن
    • دنده, بي بي سي

د اوبو پر پلاستیکي بوتلونو نوې څېړنې ښيي، چې کابو د ټولو پلاستیکي بوتلونو اوبه کوچني پلاستیکي بڅري (ذرې) لري.

دغه څېړنه پخپل ذات کې تر ټولو ستره ګڼل شوې، چې له نهو هېوادونو پکې د ۲۵۰ بېلابېلو بوتلونو اوبه ارزول شوې دي.

د څېړنې په پایله کې معلومه شوه چې د پلاستیکي بوتلونو یو لېتر اوبه په منځني ډول لس پلاستیکي بڅري لري چې هر یو یې د انسان له ويښته پېړ دی.

هغو شرکتونو چې د پلاستیکي بوتلونو اوبه یې ارزول شوې، بي بي سي ته ویلي، دوی خپل تولیدات پر لوړ معیار چمتو کړي دي.

اوبو ته پلاستیکي بڅري څنګه ور ګډېږي؟

په دې اړه یو نظر دا دی، کومه اندازه پلیپروپیلین ماده چې د پلاستیکي بوتلو په جوړولو کې کارېږي، ښايي له اوبو سره د پلاستیکي بڅرو په ګډېدو کې هم مرسته وکړي.

د پلاستیکي بوتلونو پر اوبو دغه څېړنې د امریکا د نیویارک ایالت په فردونیا پوهنتون کې تر سره شوې دي.

د دغه پوهنتون د کیمیا استاد (شري میسون) چې د دغې څېړنې برخه وال دی، بي بي سي ته وویل، هر بوتل مو چې ازمویلی، نو اوبو کې یې پلاستیکي بڅري موندل شوي دي:

" دغه ازموینه ښيي چې دا ستونزه عمومي ده او زموږ له لوري د پلاستیک کارونه دومره زیاته شوې کابو زموږ ژوند هرې برخې ته یې لار موندلې ده."

.
د عکس تشریح، له کیڼې خوا پروفیسبور میسون او د هغه همکاره

تر اوسه پورې داسې شواهد نشته چې وښيي د پلاستیک بڅري (مایکرو پلاسټیک) دې زیان رسوونکي وي، خو د باالقوه پایلو په اړه یې علمي څېړنې شوې دي.

پروفیسور میسون د څېړنې د موندنو په اړه وویل : " کومې شمېرې چې مخې ته راغلې ناورین زېږوونکې نه، خو د اندېښنې وړ دي. "