د سرطان درملنه کې د سروزرو کارولو رول

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوې تازه طبي څېړنې پایلې ښودلې، چې د سرطان ناروغۍ درملنه کې د سرو زرو ذرې کارېدلی شي.
د سکاټلنډ ادنبره پوهنتون پوهانو یوه څېړنه کړې چې وايي، سره زر د سږي سرطان د ژونکو (حجرو) پروړاندې د کارول کېدونکو درملو فعالیت غښتلی کوي.
څېړنډلې په څېړنه کې له کیمیاوي مادې سره یوځای د سرو زرو ډېرې کوچنۍ ټوټې (ذرې) کارولې او د نانو ټوټې یا nanoparticles نوم یې ورکړی.
که څه هم دغه څېړنه تر اوسه پر انسانانو نه ده ترسره شوې، خو هیله دا ده چې راتلونکې کې د سرطان ناروغۍ درملنه کې له کارېدونکې کیمیاوي مادې سره یوځای د سرو زرو ذرې هم وکارول شي.
وايي، د سرو زرو د ذرو کارول به ناروغې حجرې په نښه کوي، خو په وینا یې سالمو ژونکو ته به کوم زیان نه رسوي.
سره زر مضر نه دي، خو د کیمیاوي موادو فعالیت چټکولو توان لري.
د ادنبره پوهنتون څېړونکو د سرو زرو یوه ځانګړنه کشف کړې، چې د ژونکو ترښت غښتلی کوي خو کوم جانبي عوارض نه لري.
څېړنه کې د کب په ماغزو کې له کیمیاوي موادو سره ګډ د سرو زرو ذرې ورننویستل شوې چې وايي پر نورو حیواناتو تجربه کېدای شي.
د بریتانیا ادنبره پوهنتون د سرطان څېړونکی ډاکټر اسیر اونشیتي بروشیتا ویلي: "د سرو زرو ښې ځانګړنې مو کشف کړې چې وړاندې چا ته معلومې نه وې، زموږ څېړنې په ډاګه کړې ده چې په خوندي توګه د سرطان تومور یا دانې ته د درملو له رسولو سره د سرو زرو کارول هم ممکن دي."
دی زیاتوي: "پر انسان ددغې تجربې له ترسره کولو وړاندې لاهم ډېر کار ته اړتیا ده، خو دا څېړنه په دې باب یو ښه ګام دی."
د سرطان درملنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د سرطان ناروغۍ درملنه کې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې له سرطاني ژونکو سره سالمې حجرې هم له فعالیته لوېږي. د کمیاوي درملو په مټ درمل د بدن ټولو برخو ته رسېږي، حال دا چې هدف یوازې سرطاني حجرې وي.
د تومور ایستلو د جراحۍ پرمهال ځینې وخت د شاوخوا برخو د له منځه تلو خطر وي، د بېلګې په توګه، د ماغزو تومور کې د سړي د ماغزو د روغو برخو له منځه تلو لامل ګرځي.
دا کار د ناروغانو د شدیدو جانبي عوارضو پیدا کېدو لامل کېږي، داسې عوارض چې په لړ کې یې ان ځینې وخت سالمې حجرې هم ویجاړېږي.
په وروستیو کې داسې هڅې پیل شوې چې څرنګه یوازې سرطاني حجرې په نښه کړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters








